افغانستان

د قطر غونډې بلنلیک او وروستي معلومات / انځورونه

د قطر په پلازمینه دوحه کې د پلان شوي بین الافغاني غونډې لپاره تیاریانې بشپړې شوي او ټاکل شوې چې د روانې میاشتې پر شلمه او یو ویشتمه نیټه غونډه تر سره شي.

نن ټکی اسیا هغه بلنلیک هم تر لاسه کړی چې د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز له خوا د غونډې ګډونوالو ته لیږل شوی دی.

په بلینک لیک کې ویل شوي چې غونډه به پر ۲۰ او ۲۱مه د اپریل جوړیږي، په غونډه کې به تر شاوخوا ۳۰۰ کسانو پوري ګډون کوي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه نن ټکی اسیا د هغو کسانو نهايي نوملړ هم نشر کړ چې د قطر په غونډه کې به ګډون کوي. (بشپړ نوملړ دلته وګورئ)

د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز مشر سلطان برکات چې ددغې غونډې کوربه دی، پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې ددوی اداره به د افغان سولې په موخه بین الافغاني غونډه پر شلمه او یو ویشتمه نیټه په دوحه کې جوړه کړي.

د نوموړي په وینا په دغه غونډه کې د افغانستان مهم نارینه او ښځینه شخصیتونه ګډون وکړي، چې دوی به د افغانستان د ټولو اطرافو نمایندګي وکړي.

سلطان برکات ویلي چې په دغه ناسته کې به ګډونوال د هیڅ چا نمایندګي نه کوي، بلکې هر سړی به د خپل ځان نمایندګي کوي، هغه که د حکومت اړخ وي، د طالبانو د سیاسي دفتر استازي وي، او که نور د مدني فعالانو ټولنې، قومي مشران او دیني عالمان وي.

د نوموړي په وینا د غونډې هدف د سیاسي حل لارې لپاره یوه اجماع را منځته کول دي چې بالاخیره د افغانستان شخړه په تل پاتې سوله بدل شي.

سلطان برکات ویلي چې دوی د ګډونوالو لست په ډیره سړه سینه ترتیب کړی تر څو د افغانستان د ټولو اطرافو نمایندګي په کښي وسي، تر څو دغه کانفرانس تر بل هر ځای او هر وخت یو ټول شموله کانفرانس بڼه خپله کړي.

باید وویل شي چې حکومت په دې وروستیو کې یو ۲۵۰ کسیز لست اعلان کړی وو، چې وروسته طالبانو هم غبرګون ورته وښود او وې ویل چې دا د کانفرانسونو د دود خلاف او د سولې د هڅو د تخریب پلان شوې هڅه ده .

%d bloggers like this: