لوبې

ای‌پي‌اېل: راشد خان او وانر خپله لوبډله بریا ته ورسوله

د انډین پرېمیر لیگ ۳۳مې لوبې کې چېنای سوپر کېنگز د سن رایزرز حیدراباد پر وړاندې لوبه ترسره کړه او دغه لوبه يي په شپږو وېکېټو وبایلله.

د لوبې پچه چېنای سوپر کېنگز لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

چېنای سوپر کېنگز لوبډلې ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ډوپلېسېس ښه توپ وهنې په مرسته ۱۳۲ منډې جوړې کړې.

چېنای سوپر کېنگز لوبډلې لپاره ډوپلېسېس په ۳۱ توپونو د دریو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۵ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

سن رایزرز حیدراباد لپاره راشد خان خپل څلورو اورونو کې یوازې ۱۷ منډو ورکولو سره دوه مهمې وېکېټې واخیستې او تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شو. خلیل احمد، ندیم او شنکر یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې سن رایزرز حیدراباد لوبډله ۱۶٫۵ اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د وارنر او بېیرسټو پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۳۷ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي په شپږو وېکېټو ماتې ورکړه.

سن رایزرز حیدراباد لپاره وارنر په ۲۵ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۵۰ او بېیرسټو په ۴۴ توپونو د دریو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۱ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

چېنای سوپر کېنگز لپاره عمران طاهر ۲ او چهر او کرن شرما یوه یوه وېکېټه واخیسته.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: