افغانستان

اسدلله خالد:” ستاسې جګړه د افغانستان د دفاع او بقا جګړه ده”

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد پرون د حمل وري (۲۸) مه د ځانګړو ځواکونو په قول اردو کې د ځانګړو ځواکونو د فراغت په مرسیمو کې، دغو تازه فارغ شوو کومانډیانو ته په خطاب کې ویلي،” له ویرې پرته په پوره ډاډ سره په دې وپوهیږئ چې ستاسې جګړه د لوی افغانستان د دفاع او دبقا جګړه ده، تاسې د دې خاورې له سرحدونو او د هېواد له نقشې څخه د ستاتنې لپاره مبارزه کوئ”.

ښاغلي خالد په خپلو خبرو کې دا وهم ویلي چې زمونږ دنده دافغانستان او د افغانستان له خلکو څخه دفاع ده، مونږ ویاړو چې ملي اردو لرو، دغه ویاړ باید په هر حالت کې حفظ شي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */