دیني لیکنې

د موسى او فرعون کشمکش او مبارزې

عبدالمالک همت

له فرعون سره د موسى عليه السلام د مبارزې خبري د يوه واکمن سره د يوه تن د مبارزې خبري نه دي او نه دا مبارزه او شخړي په يوه نبي او يوه ستر جبار واکمن پوري منحصري دي. بلکي دا داسي خبري او پيښي دي چي په هر مهال او ځاى کي تکراريږي او رامنځ ته کيږي. دا د يوه دردوونکي حقيقت انځور دى. د حق او باطل په منځ کي د شخړو انځور، د رحمان د ډلي او د شيطان د ډلي د جنګ جګړو انځور.

دا هلي ځلي، چلونه او جګړې د ژوندانه له پيله او له هغه مهاله چي انبيا او مرسلين او دعوتګران او مصلحين د ژوندانه په دې ډګر کي را څرګند سوي دي، د لوى څښتن د دوستانو او د ښمنانو تر منځ رواني دي.

يو لورى چي د باطلو او ابليس د لښکرو سرکښي او بغاوت دى په کثرت کي دى او د ايمان، توحيد او الهي رسالت سره په سيالي او رقابت کي اوسي، او بلي خوا ته د حق پلويان دي چي غوره سوي وګړي، انبيا ، رسولان، دعوتګران، مصلحين او نېکچاري دي، البته دا ډله په اقليت کي اوسي. خو د ايمان او کفر تر منځ دغه جګړه د سختو شخړو او تاوتريخوالو په پايله کي پر
کفر باندي د ايمان په بري سره پاى ته رسيږي، لکه چي لوى څښتن فرمايي:

﴿ إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ (51)﴾ [ غافر ۴۰: ۵۱]

ژباړه: باور وکړئ چي موږ خامخا په دنيوي ژوندانه کي د خپلو پيغمبرانو او د هغو کسانو چي (پر الله او د هغه پر پيغمبرانو يې) ايمان راوړی دی(، پر دښمنانو باندي د دوی د دلايلو په تاييد سره) او په هغه ورځ (د قيامت په ورځ) چي شاهدي ورکوونکي (پیغمبران، ملايکي او نيکچاري بنده ګان د پيغمبرانو له خوا د تبليغ پر کولو او د دوی د امتيانو له خوا د دوی د درواغجن ګڼلو په اړه) شاهدي ووايي (جنت ته د دوی په ننه ايستلو او دوږخ ته د دوی د دښمنانو په د ننه کولو سره) نصرت او ملاتړ کوو.

دا د لوى څښتن سنت دى او هيڅکله بدلون نه مومي. شر د جګړه مار دښمن په څېر مجسم سوى دى، نه تسليميږي او نه سوله او روغه جوړه مني. بلکي هوډ يې کړى چي الهى بلنه چي د ښېګڼي قصد لري او مينه، وروري او انسانيت غواړي او د مځکي پر مخ د ټولو وګړو په منځ کي د عدل او سولي د ټينګښت لپاره هلي ځلي کوي، له منځه يوسي.

شر په وحشيانه توګه تاوتريخوالى رامنځ ته کوي او په قهر او په خښم وي او هر مهال د لوى څښتن پر انبياوو او اولياوو د بريد کولو په فکر کي وي، لکه چي د دوى لخوا هغو ته له توربريښونو او تهديدونو څخه په څرګنده معلوميږي. د لوى څښتن دې وينا ته پام وکړئ:

﴿وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِرُسُلِهِمْ لَنُخْرِجَنَّكُمْ مِنْ أَرْضِنَا أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا فَأَوْحَى إِلَيْهِمْ رَبُّهُمْ لَنُهْلِكَنَّ الظَّالِمِينَ (13) ﴾ [ ابراهيم ١٤: ١٣ ]
ژباړه: او (کله چي د پیغمبرانو د ولسونو څخه) هغو کسانو چي کفر يې غوره کړی وو(، د خپلو پیغمبرانو په وړاندي له دليل ويلو څخه پاته راغلل، نو يې) خپلو پیغمبرانو ته وويل چي:” يا به موږ خامخا تاسي له خپله هيواده وباسو يا به تاسي خامخا (له خپل دين څخه) زموږ دين ته راګرځئ“. نو هغه وو چي د پیغمبرانو پالونکي (، د هغو د ډاډيني لپاره) هغو ته وحي ولېږلې چي:” باور وکړئ چي موږ به هغه ظالمان (چي په الله او د هغه په پیغمبرانو يې کفر غوره کړی دی) هرومرو هلاک کړو.

د سرکښۍ منطق په هر مهال کي همدغسي دى، نه په مينه او محبت پوهيږي او نه دليل مني او نه عقل او منطق ته ارزښت ورکوي. بلکي له له ستونزو جوړولو، چل ول، بريدونو، ترهګرۍ، زورولو، بندي کولو او وژلو پرته بله لار او کار نه لري. لکه چي د دوى مشر فرعون وويل:

﴿ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءَهُمْ وَنَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ (127) ﴾ [ اعراف ٧: ١٢٧ ]
ژباړه: موږ به ډېر ژر د هغو(بني اسرائيلو) زامن ور ووژنو او ښځي (لوڼي) به يې (د خپل چوپړ لپاره) ژوندۍ پرېږدو او موږ پر دوى باندي په بشپړه توګه لاسبري يو(او هرڅه چي وغواړو د هغو سره يې کولاى سو).

د موسى عليه السلام د مهال د فرعون منطق په هر مهال کي د ټولو فرعونانو منطق دي. لکه چي په هر مهال کي د ټولو انبياوو منطق د عقل، پوهي، صبر او حکمت منطق دي. وګورئ چي موسى عليه السلام د فرعونيانو لخوا تر ډول ډول زورونو او کړاوونو ګاللو وروسته وفرمايل:

﴿ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ اسْتَعِينُوا بِاللَّهِ وَاصْبِرُوا إِنَّ الْأَرْضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ (128) ﴾ [ اعراف ٧: ١٢٨ ]
ژباړه: موسى خپل قوم (بني اسرائيلو) ته (د ډاډېيني او زړه وړتيا ورکولو لپاره) وويل:” (د فرعون او د هغه د قوم په وړاندي) له الله څخه (په خپلو ټولو چارو کي) مرسته وغواړئ، او(څه ناخوالي چي د فرعون له خوا ستاسي او ستاسي د اولادونو په اړه در رسيږي پر هغو) له صبر(او زغم) څخه کار واخلئ. باور ولرئ چي (دغه) مځکه (د فرعون او د هغه د قوم د مخورو نه ده ، بلکي ټوله يوازي) د الله ده. هغه چي له خپلو بنده ګانو څخه چاته وغواړي وربخښي يې. او وروستى برى د پرهېزګارانو دى (کوم چي اوامر يې ترسره کوي او له نواهيو يې ډډه کوي او له ده جل جلاله پرته له بل هيچا څخه نه بېريږي)“.

له دې څخه موږ ته د ټولو انبياوو په کار او بلنه کي د موخي او لوري يووالى څرګنديږي. همدا شان د باطلو بلونکي هم همدا يوه د باطلو د بلني او پالني موخه او لورى لري.

پر دې بنسټ په هر مهال کي ” هر فرعون لره موسى سته او هر موسى لره فرعون“. او د حق او باطل تر منځ د دې شخړو او مبارزو پايله هم هماغه يوه خبره ده او هغه د حق احقاق او غلبه او د باطلو، سرکښيو، سرټمبه ګيو او تېريو غوڅه او پرېکړونې ماته او له منځه تله. لوى څښتن فرمايي:

﴿وَنُرِيدُ أَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ (5) وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَنُرِيَ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُمْ مَا كَانُوا يَحْذَرُونَ (6) ﴾ [ القصص ٢٨: ٥ ـ ٦

ژباړه: او موږ غوښتل چي پر هغو خلکو باندي چي (د فرعون له خوا د مصر) په ځمکه کي بې وسه اوکمزوري کړی سوي وه (د هغو د دښمنانو په له منځه وړلو او له هغو څخه د بې واکۍ په ليري کولو سره) احسان وکړو او (داسي) لارښوونکي يې کړو (چي نور د حق په لار کي په هغو پسي ولاړ سي) او (د فرعون تر له منځه وړلو وروسته يې د شام د برکتناکي ځمکي) څښتنان کړو.

او موږ غوښتل چي دوی ته په ځمکه کي (د دوی په واکمن ګرځولو سره) واک او ځواک ورکړو او فرعون او (په واکمني کي د هغه لوی ملاتړي) هامان او د هغو دواړو (هغو) پوځونو ته (چي د دوی په واکمني کي د هغو ملاتړي ول) هغه څه وروښيو (پر راولو) چي ځني وېرېدل. (چي هغه د هغو د واکمنۍ له منځه تله او په بني اسرائيلو کي د يوه زېږېدلي پرلاس د دوی پوپنا کېده وه).
پای.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د موسى او فرعون کشمکش او مبارزې

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: