نظر او تحلیل

افغانستان د امریکا لپاره رښتیا هم دوهم ویتنام شو

ډاکټر یوسف اکبري

له افغانستان نه د امریکايي سرتیرو د ویستلو امریکايي ماهران دې ته اړ شوي څو د ویتنام له جنګ نه په عزتې او له شرمه ډک وتلو په اړه یو ځل بیا فکر وکړي.

په ۱۹۷۵ کي، د ویتنام د جنګ د پای وروستیو منظرو د امریکا د دفاع وزارت په مامورینو کي دا ویره راولاړه کړې ده چي ښايي له افغانستان نه هم د ویتنام د بې حرمته تېښتي په څیر داستان یو ځل بیا تکرار شي.

په ویټنام کې د تیښتې پر مهال امریکايي مامورین په هیلکوپټرو پوري ځړېدل، له وهمه رپېدل، او له ویتنامه په ځغاسته ووتل.

په افغانستان کي د امریکا پخوانی سفیر راین کارکر خبرداری ورکوي چي په افغانستان کي باید د ویتنام د تیښتې  کانه تکرار نشي.

د امریکا د باندینۍ پالیسۍ متخصصین باور لري چي که چیري امریکا له افغانستانه په تېښته ووزي، د متحده ایالاتو فوځ به یو وار بیا د ویتنام په  سینډروم  اخته شي، او د امریکا اردو به د کلونو کلونو لپاره فلج کړي.

امریکايي پروفسور ښاغلی جورج هیرېنګ د اپریل پر ۱۵مه د فارن افیرز په سیاسي مجله کي لاندې پوښتنې وړاندې کړي دي:

د افغانستان او ویتنام د جنګ ختمول څومره ورته والی لري؟

له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتل به د افغانانو او امریکایانو لپاره څه پایلې ولري؟

متحده ایالاتو د ویتنام له جنګ نه د عبرت کوم درسونه زده کړي چي له افغانستان نه د وتلو پر مهال ترې استفاده وکړي؟

پروفسور جورج هیرېنګ کاږي او لیکي ویتنام او افغانستان دواړه د امپراتوریو په هدېرو باندي شهرت لري او دواړه ملتونه د بهرنیو اشغالګرانو په مقابل کي سخت مقاومت کوي.

په افغانستان او ویتنام کي د امریکا جنګ د نړیوالې جګړې یوه برخه ده.

په ویتنام کي د ساړه جنګ ګنګوسه ګرمه وه، او د افغانستان روان جنګ د جورج بوش د تروریزم تر شعار لاندې د جګړې یوه برخه ده.

په دواړو هیوادونو کي، بومي جنګیالیو د متحده ایالاتو سره د اوږده جنګ بند و بست کړی دی، او غواړي چي یو سوپرپاور حریف په اږدوه جنګ کي مات کړي.

افغان جنګیالیو یو امریکايي ژورنالیسټ ته ویلي دي: دوی ساعت ته ګوري، خو موږ په کافي وخت لرو.

لیکوال کاږي متحده ایالاتو او شمالي ویتنام په ۱۹۷۳ کي د مستقیمو مذاکراتو په ترڅ کي د سولي موافقې ته ورسېدل.

هغوی پدې مذاکراتو کي د جنوبي ویتنام حکومت بای پاس کړی وو، په دې معنا چې په مذاکراتو کي یې ګډون نه لاره.

اوس په افغانستان کي امریکا او طالبان خبري سره کوي، او د ولسمشر اشرف غني حکومت له دروازې باندې په انتظار کې ولاړ دی لکه په ویتنام کي.

د امریکا په لاس کینول شوی حکومت د افغانستان ډیره لږه خاوره کنټرولوي، د غني ليډرشیپ خورا کمزوری دی، حکومت يې په سیاسي انارشۍ او فساد اخته دی، او اداري فساد يې بېخ او بنیاد ور تباه کړی دی لکه په ویتنام کي.

لیکوال کاږي چې د افغانستان اردو د امریکا په مالي او نظامي مرستو تکیه لري. لکه په ویتنام کي، د امریکا د وتلو وخت حیاتي اهمیت لري. امریکا باید یو داسي زماني چوکاټ برابر کړي چي له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راوتلو او په کابل کي زموږ د دوست حکومت د سقوط تر مینځ څه وخت پرېږدي!؟!؟

د دې ټولو مشابهتونو سره سره، دا دوه جنګونه سره متفاوت هم دي. د ویتنام د جنګ په اوج کي، متحده ایالاتو هلته نږدې نیم میلون عسکر لرل، د ویتنام په جنګ کي اته پنځوس زره امریکايی عسکر ووژل شول. خو د ویتنام په پرتله په افغانستان کي د امریکايی عسکرو شمېر کم دی، او تر اوسه پوري صرف درې زره عسکر وژل سوي دي. سره له دې چې په افغانستان کې زموږ دښمنان (طالبان) د مقایسې وړ نه دي ځکه چې د افغان طالبانو شمېر ډېر کم دی هیڅ ستر طاقت د افغانستان په جنګ کي ښکېل نه دی چي د امریکا لپاره د دې جنګ قیمت جګ کړي او یا يې مغلق کړي خو بیا هم امریکایی فوځیان د ویټنام په پرتله په افغانستان کې له سختو کړاوونو سره مخ دي.

د عامه افکارو سروې ښيي چي اکثریت امریکایان باور لري چي د افغان جنګ یو اشتباه ده، او امریکا باید له افغانستانه ژر تر ژره راووزي.

جالبه دا ده چي د افغانستان د جنګ سره مخالفت د جمهورریس ټرمپ مهمه مفکوره ده. ټرمپ غواړي چي د امریکا ابدي او قیمتي جنګونه ختم کړي. که څه هم په لومړی کال کي د ټرمپ نظامي سلاکارانو هغه تشویق کړ چي افغانستانه ته اضافه عسکر واستوي،‌ خو د دفاع وزیر او د ملي امنیت د شورا د سلاکار له برطرفه کولو راوروسته ټرمپ بیا خپل پخوانی موقف ته ورګرځېد.

په ویتنام کي د امریکا شرمناکه ماتې د افغانستان پر شاتګ باندي اثر اچولی دی. د اکثرو امریکایانو هغه عکسونه او صحنې په یاد دي چي د جنوبي ویتنام حکومت سقوط وکړ، او امریکایان په تېښته راووتل. څرنګه چي امریکایان تل په نظامي بریاوو باندي عادت کړی دی، د ویتنام غوندي خاطرې يې وجدان زهیروي.

موږ پدې نه پوهېږو چي له افغانستانه د امریکايي عسکرو تر راوتلو وروسته به څه پېښ شي. ممکنه ده چي طالبان حاکم شي، او په ځینو ځایونو کي قومي جنګسالاران واکمن شي، مانا د ۲۰۰۱ څخه د پخوا په شان حالت بیا برقراره شي. د شمالي ویتنام غوندي ښايي طالبان هم خپله ایدلویوژي پر افغانستان باندي وتپي، او د پخوا په څېر خپل اسلامي دولت جوړ کړي.

البته د دوو تاریخي تجربو مقایسه کول خطرناکه وي، خو بیا هم د ویتنام د عبرت درسونه د افغانستان لپاره ضروري دي.

The post افغانستان د امریکا لپاره رښتیا هم دوهم ویتنام شو appeared first on کابل ټکی کام.

دا مطلب د کابل ټکی کام څخه کاپي شوی:ااصلي مطلب دلته موندلائ شئ: افغانستان د امریکا لپاره رښتیا هم دوهم ویتنام شو.

سرچینه: کابل ټکی کام

%d bloggers like this: