افغانستان

زاخېلوال: طالبان سولې ته جدي؛ خو چارواکي بې شمېره ستونزې لري

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د قطر د بین الافغاني ناستې د اوږده نوملړ په اړه وايي، چې دا لیست ډېر پړسېدلی او که لنډ وای، نو ډېر به ښه او د افغان حکومت د یووالي ښکارندوی و.

نوموړي له آزادي راډيو سره په تازه مرکه کې وویل، څه چې په مسکو ناسته کې وشول، موږ غواړو چې قطر کې هم هماغسې تکرار وشي. د ده په خبره اړینه نه ده چې ټول تلوونکي کسان باید خپلې خبرې وکوي.

د زاخېلوال په خبره،هغه د مسکو ناسته کې هم د پردې تر شا رول لوبولی او بیا به یې هم لوبوي. د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دا غونډه به په خپل ټاکلي وخت ترسره شي کنه؟. نوموړي وویل ، چې د مخالفتونو سره سره به دا غونډه کېږي او هیله‌من دی، چې په ښه فضاء کې ترسره شي.

نوموړی وايي، چې طالبان چمتو دي د سولې مذاکرات ترسره کړي، خو د افغان حکومت په اډانه کې ډېر ژور اختلافات او ستونزې شته دي، چې باید لیرې او دا ښه فرصت له ضایع کېدو وژغورل شي.

د قطر په پلازمینه دوحه کې د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز له خوا د اپریل میاشتې په ۲۰ او ۲۱مه نېټه پلان شوي بین الافغاني غونډې لپاره چمتووالی بشپړ شوی او د غونډې د سنبالوونکو په وینا ګډونوالو ته یې بلنلیکونه هم استولي دي.

%d bloggers like this: