افغانستان

سلطان برکات: ټول ګډونوال د اشخاصو په توګه د قطر غونډې ته راځي

د قطر د شخړې او بشري څیړنو د مرکز مشر سلطان برکات په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې د دوی په کوربتوب بین الافغاني غونډه کې به ټول ګډونوال د اشخاصو په توګه غونډې ته راځي.

برکات ویلي چې په یاده غونډه کې به د طالبانو د سیاسي دفتر د غړیو ترڅنګ دولتي چارواکي، د مدني ټولنو غړي، مخکښ سیاسي مشران، د ښځو په ګډون ځوانان، قومي او مذهبي مخور ګډون کوي.

هغه زیاته کړې چې د غونډې ګډونوال به د ټولو افغانانو استازیتوب کوي او موخه یې له دغې غونډې څخه سیاسي اجماع رامنځته کول دي.

د برکات به وینا چې د یادې غونډې ټول ګډونوال به تر درې سوو بورې وي چې دغه لیست په خورا دقت چمتو شوی دی او یاد لیست کې د ټولو افغانانو استازي شتون لري چې بحث به یې هر اړخیزه او ټول شموله وي.

هغه ویلی چې په یادې غونډې سره یې یوه داسې سیاسي اجماع رامنځته کول هدف دي چې جګړه د تل لپاره ختمه شي او یو همیشنۍ سوله رامنځته کړي.

سلطان البرکات داسې مهال دغه غونډه کې ګډونوال د اشخاصو په توګه د خپل شخصي نظر څرګندوونکي بولي چې ولسمشر غني تیره ورځ په ارګ کې له سیاسي مشرانو او غونۀې ته تلونکو کسانو سره په خبرو کې و ویل چې دوی د کابل حکومت او ملت استازیتوب کوي.

%d bloggers like this: