لوبې

د افغان لوبغاړو معاشونه؛ کوم لوبغاړي لوړوې تنخواوې لري؟

افغان کرکټ بورډ شا او خوا ۸۰ لوبغاړو ته په مختلفو کټګوریو کې میاشتني معاشونه ورکوي.

دغه کټګوریانې له A یا الف، B یا بې، E او نورو څخه عبارت دي.

الف یا A کټګوري او لوبغاړي
الف کټګورۍ کې اصغرافغان، راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل، محمدشهزاد او ګلبدین نایب شامل دي.

ګلبدین نایب مخکې بي کټګورۍ کې و؛ خو اوس الف کټګورۍ ته پورته شوی دی.

د دې کټګورۍ لوبغاړو میاشتیني معاشونه نفر سر ۳ زره ۲۵۰ امریکایي ډالر دی.

په دغو لوبغاړو کې بیا لوبډلمشر لږ امتیاز نور هم لري او له عادي لوبغاړو بیا د لوبډلمشر معاش لږ لوړ وي.

B کټګوري او لوبغاړي یې
په دې کټګوري شا او خوا یوولس لوبغاړي شامل دي، نورعلي ځدران، شاپورځدران، نجیب الله ځدران، مجیب الرحمن، حضرت الله ځاځی، دولت ځدران، سمیع الله شینواري، رحمت شاه زرمتی، حشمت الله شهیدي، افتاب عالم او شفیق الله شفق، دوی هغه لوبغاړي دي، چې له افغان کرکټ بورډ سره په دې کټګورۍ یا ډلبندۍ کې لوبېږي.

د دوی هر یو لوبغاړي میاشتینی معاش ۲ زره ۲۵۰ ډالر دی.

C کټګوري او د لوبغاړو معاشونه
جاوېد احمدي، عثمان غني، ناصر جمال، یمین احمدزی، احسان الله جنت او ظاهرخان هغه لوبغاړي دي، چې په سي کټګورۍ کې شامل شوي دي، د هر لوبغاړي میاشتینی معاش یا تنخوا اوولس سوه امریکايي ډالر دی.

D کټګوري او د لوبغاړو معاشونه
وفادار مومند، دروېش رسولي، اکرام علي خېل، نجیب الله ترکی، ضیاء الرحمن شریفي، ضیاءالرحمن اکبر، کریم صادق، قېس احمد، رحمن لله ګوربز، وقار سلام خېل په دې کټګورۍ یا ډلبندۍ کې شامل دي او د هر لوبغاړي میاشتنی معاش ۶۰۰ ډالر دی.

ځېنې نورې کټګورۍ هم شته، چې په کې د ۱۹ کلنو او ځېنو هغو لوبغاړو نومونه دي، چې په کورني کرکټ کې تر نورو ښه ځلیدلي او معتبر دي.

F کټګوري ۳۰۰ امریکایي ډالر اخلي او G ۲۰۰ امریکایي ډالر اخلي.

سرچینه: یاران

%d bloggers like this:
/* ]]> */