ټولنیزي لیکنې

د ژوند لپاره الهام بخښونکي جملې

مقدمه:

ژوند د الله تعالی یو لوی نعمت دی چي د ځمکي پر مخ پر ټولو ژوندیو موجوداتو یې لورولی دی. د لوریني سره سره یې، هغوی ته د ځمکي پر مخ د ژوند کولو ذاتي قوه هم د دوی په وجود کي ایښې ده. په ژوندیو موجوداتو کي انسان یو له هغو موجوداتو څخه دی چي الله تعالی له نورو موجوداتو را بېل او خاص کړی دی. دې موجود ته یې د ژوند کولو له پاره هر راز خام مواد او وسایل په اختیار کي ورکړي دي او انسان ته یې ويلي دي چي د ځمکي پر مخ ټول شته یې د ده/دې د هوساینې او له هغو څخه د خپل ژوند د راحت او هوسا و خوښ تېرولو په موخه خلق کړي او د دوی په واک کې ورکړي دي. دا ځکه چي ژوند یو ځل دی (په دنیا کي) او بیا نه راګرځېدونکی دی. ژوند په هرڅه ارزي، څو چي ژوندي یوو نو د خدای له نعمتونو به خوند اخلو. پښتو مقوله ده، وايي: یوه ثانیه ژوند تر زر کاله مرګ بهتره ده. او زه وایم، چي یو ژوند دی او بل ژوند کول دي، ژوند ښه دی خو ژوند کول ورباندي بهتري لري. متاسفانه، د نننۍ نړۍ انسانانو يوازي ژوند پېژندلی او هغه یې هم تر ډېره ناسم پېژندلی – د ډېرو له پاره، پیسې، شُهرت، مقام، چوکۍ، ماڼۍ، شان و شوکت او… ژوند او ژوند کول دي. خو زه وایم، چي دا هرڅه یوازي د ژوند کولو له پاره له ډېرو لویو وسیلو څخه څو کوچنۍ وسيلې دي، خو نه ژوند او نه هم ژوند کول یا ژوندي اوسېدل دي. په ځانګړي ډول د مسلمان انسان له پاره باید له پورته جمله کي ذکر سوو هغو څخه یو هم په زړه کي ځای ونه لري، مګر په فکر کې وي. ځکه په ټولییز ډول یې رد هم نه سو کولای. خو، یو انسان بالخصوص مسلمان انسان ته باید ژوند په هره لحظه کي د الله تعالی رضا حاصلول او د هغه ذات د رضا مطابق وخت تېرول وي، ژوندي اوسېدل ورته د نورو درد درک کول وي، غم، خپګان نه کول، پر خپلو شتو قناعت و صبر کول وي. او… په همدې موخه مو د (د ژوند له پاره الهام بخښونکي جملې) تر سرلیک لاندي يوه لړۍ را پیل کړه، څو وکولای سو لږترلږه د يوه انسان په ژوند کي هم ذره قدر اطمینان، خوشخالي و موسکا راوستلای سو؛ دا به هم زموږ له پاره لویه خبره وي، مهم ټکي دلته راسره ولولئ:

– ژر یا کرار، یوازي وغواړئ د هغو کسانو پر شاوخوا باندي و اوسېږئ چي تاسي ته موسکا درکوي.

– انسانان باید پوه سي چي د دوی کړني پر نورو باندي اغېز شیندي. نو باید پر خپلو خبرو او کړنو باندي پام وکړي، ځکه همېشه یوازي په تاسي پوري نه اړوندېږي. او بله دا چي، له خبرو څخه کردار، له کردار څخه عادت او له عادت څخه ستاسي خلُق او له خُلق څخه ستاسي شخصیت او شخصیتي ځانګړني جوړېږي.

– یوازي یوه مصنوعي موُسکا بس ده چي دردېدلی او خوږ زړه پټ کړي او هغه وخت به نور هیڅکله متوجه نه سي چي تر کومي اندازې مات سوي یاست.

– د نېکمرغۍ له پاره یو ستر راز: هغه کسان چي ستاسي په وړاندي پست او بد کار کوي، هېر یا صرفنظر کړئ.

– ځیني انسانان تر آبده زموږ سره په ژوند کښي نه پاته کېږي. ځیني تېريږي، ځیني راځي او ځي څو په دې مابین کښي موږ ته درس راکړي.

– که غواړئ چي د کوم چا په ژوند کښي توپير را منځ ته کړئ، اړتیا نسته چي باهوښه، شتمن، ښکلي یا بشپړ اوسېږئ، یوازي ورته متوجه سئ او اهمیت ورکړئ.

– څنګه یوه په زړه پوري ورځ ولرئ؟
o مسکینانو ته و مُسېږئ
o کرار حرکت وکړئ
o مننه وکړئ
o د نورو ستاینه او مدحه وکړئ
o ښایستې جامې واغوندئ
o عطر ووهئ
o لحاظ وکړئ او غوږ کښېږدئ
o جذاب او زړه وړونکي اوسئ
o و خاندئ
o د خلکو له پاره د ښې ورځي تمه ولرئ

سرچینه: یاران

%d bloggers like this:
/* ]]> */