روغتیا

د زړه په عصبي رشتو که دوهم مغز کشف شو

داکتر محبوب الله شفیق د داخله ناروغیو متخصص

﴿سَنُرِیهِمْ آیاتِنا فِی الآْفاقِ وَفِی أَنْفُسِهِمْ حَتَّی یتَبَینَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ﴾ (السجدة: ۵۳)
ژباړه. ژر ده چې موږ به دوی ته د خپل قدرت نښې په کایناتو او د دوی په نفسونو کېي وروښایو، ترڅو چې دوی ته معلومه شي چې دا کتاب ( قرآن) حق دی.

قرآن عظیم الشان چې د نن نه نژدې ۱۴ پيړۍ مخکې نازل شوی دی د تاریخ په مختلفو دورو کې یي منکرین چلنج کړي دي او دا یې ثابته کړې چې دا د الله تعالی سپیڅلی کتاب دی. څوارلس پیړۍ مخکې عربانو په ادبياتو او شعر او شاعرۍ کې ډیر لوی لاس درلود. الله تعالی ورته قرآن عظيم الشان په داسې ادبياتو کې نازل کړ چې د مکې مشرکين ورته ټول ګوته په خوله پاتې شول او ددې سپيڅلي کتاب معجزه یي ادبياتو ته یې د تسليم سر خم کړ.

د هغه دور نه نيولې تر دې وخته پورې قرآن عظیم الشان خپل منکرين د تاریخ په هر پړاو کې چلنج کړي. دا دی اوس هم د يوویشتمې پيړۍ پرمختللی ساینس او ټیکنالوجي په ډیر عجیب انداز کې چلنج کوي.

آیا داسې څوک شته چي د قرآن وړاندوينې غلطې ثابتې کړي؟ هیڅکله نه! دا ځکه چې ددې مبارک کتاب نازلوونکې الله سبحانه وتعالی دی څوک چې د ځمکې او آسمان او ټولو کاينانتو يواځينی خالق دی.

تر يوويشتمی پیړۍ پورې داسې ګومان کيده چی د انسان ټول کړه وړه ، طرز تفکر او خصوصياتو منشا د انسان اعصاب (مغز) دی، په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د انسان د اصلاح او فساد مرکز زړه بللی

. «أَلَا وَإِنَّ فِي الْجَسَدِ مُضْغَةً إِذَا صَلَحَتْ صَلَحَ الْجَسَدُ كُلُّهُ، وَإِذَا فَسَدَتْ فَسَدَ الْجَسَدُ كُلُّهُ، أَلَا وَهِيَ الْقَلْبُ». متفق عليه[1].
ژباړه: (بې له شکه د انسان په بدن کې يوه ټوټه د غوښې ده چې کله هغه اصلاح شي نو ټول وجود اصلاح شي او چې کله هغه فاسده شي نو ټول وجود فاسد او بې لارې شي.)

ښایي د طبي علومو ډیرو ډاکټرانو ته به دا يوه نا آشنا خبره وه چی څنګه د مغز د دومره مغلق تشکيل اوپيژندل شوې فزيالوژۍ سره سره بيا هم رسول الله صلی الله عليه وسلم د انسان د کارونو حاکميت زړه ته راجع کړی دی، نه مغز ته.

د یو عامي او نالوستي، خو خوږ او زړه ته رانږدې پیغمبر څخه ۱۴۰۰ کاله وړاندې په سانیسي علومو کې دومره غښتلې خبره صادریدل، چیرې چی د ۲۱ پیړۍ ساینس او ټیکنالوجۍ تصور او فکر هم چا نه شو کولای، دا راښکاره کوي چې رسول لله صلی الله علیه وسلم ته دا رهنمایي دالله له طرفه کیدله څوک چې د بشریت او د دې سترو کایناتو یواځینی خالق دی.

په لاندې لیکنه کې به تاسو دا ولولۍ چې د نني عصر ساینس او تیکنالوجي ددې موضوع په اړه څه نوې لاسته راوړنې لري کوم چې موږ ته دا راښايي چې د زړه په هکله د رسول الله صلی الله عليه وسلم وړاندوينه نه يواځې درسته ده بلکه ننی ساينس یې هم تاییدوي. او په دې ډول دا سپيڅلی دين د یوویشتیمی پیړۍ سرکشه او نافرمانه انسان ته خپل حقانيت او ريښتينولي ثابتوي.

په ۱۹۲۰ میلادي کال کې د لمړي ځل لپاره د پیوند شوي حجروي حافظې نظریه په یو فلم که د ساینسي علومو په رڼا کې ورکړل شوه چې لیکونکی یی موریس رینارد وو.

د ثانوي مغز موجودیت په زړه کې اوس د یوې نظريې نه ډیره پورته ده. د طبي علومو وتلي متخصصینو په دې نژدې وختونو که دا کشف کړه چې ډیری هغه کسان چی زړونه ورته پیوند شوي د هغه کسانو خاطرات د ځان سره لري چې زړونه ترینه دوي ته پیوند شوي دي او بالآخره ددوي په شخصیت، خاطراتو، ذایقه او تر ټولو لوړه د دوی په احساساتو کې یو ژور بدلون تر سترګو کیږي.

نن ورځ نوی ساینس دا تجربه کوي چی زړه زموږ د احساساتو په موجودیت کې دخیل دی. نو تر اوسه پورې دوی څه کشف کړي دي؟

د واقعاتو څیړنه:
څیړنې په حيرانوونکي ډول دا ثابتوي چی زړه هوښیار دی او ان تردې چې د محیط او ماحول په پيژندنه کې، د ورځنيو چارو په سرته رسولو کې او په تصمیم نیولو کې کله کله د مغز نه هم مخکېوالی کوي.

د ډیرو واقعاتو څیړنو ته اړتیا وه چې ساینسپوهان په زړه کې د احساس او درک قوې موجودیت ته متوجه کړي اوهغه کیسې وڅیړي چې د زړه د درک او احساس په هکله پخوا موجودې وې.

په ۱۹۶۷میلادي کال کې چی د Christian Bernard’s (کریستیان برناردز) په واسطه په جنوبي افريقا کې د لمړي ځل لپاره د زړه د پیوند جراحي عملیات په کامیابۍ سره پای ته ورسیده، د زړه د پیوند اخیستونکي په زړه پورې تجارب ترلاسه کړل، دا تجارب بیخي حيرانوونکې او په زړه پورې وو، ان تردې چی ډاکټران يی مجبور کړل چی د زړه د اهدا کوونکي کورنۍ سره لیدنه وکړي او پیدا یې کړي چې دا څه کيسه ده؟ آیا دا امکان لري چی د زړه اخيستونکي ته د اهدا شوي زړه د حجروي حافظې په واسطه دا خصوصیات انتقال شوي وي؟

د اهدا کوونکي کورنۍ سره لیدنه:
د زړه د اهداکوونکي د کورنۍ سره د لیدنې نه وروسته د پیوند شوي زړه څښتن ته انتقال شوي احساسات او خصوصیات تایید شول: په حقیقت کې د زړه د اهدا کوونکي د شخصيت انتقال شوي ځانګړتیاوې د زړه په پیوند شوي شخص کې تثبیت شوې.

په ډیری واقعاتو کې د زړه د اهدا کوونکي کورنۍ د غړو میلان هم د هغه شخص سره ولیدل شو چا ته چې دوی د خپل فامیل د غړي زړه اهدا کړی وو. دوی د بیلابیلو لارو نه هغه شخص پيژنده او خوښوه چاته چې دوی د خپلې کورنۍ د غړي زړه اهدا کړی وو، او داسې يي ګڼله لکه د کورنۍ دلاسه ورکړی غړی چې یي لا اوس هم ژوندی وي.

په زړه کې وړوکي مغز:
په کاناډا که د عصبی ناروغيو متخصص ډاکټر انډریو آمور په زړه کې د خاصو عصبی حجراتو یوه مجموعه کشف کړې چي د یو مغلق عصبی سيستم په شان تنظيم شوې ده. د زړه عصبي سيستم نژدې ۴۰۰۰۰( څلويښت زره) عصبي حجرې لري چې دا حسې حجرې دي او د مغز سره رابطه ساتي.

ډاکټر آمور دا حجرات د زړه وړوکي مغز په نامه ونومول . د ډیرو کلونو نه را په دیخوا دا څرګنده شوې چې حافظه یوه ويشل شوې پروسه ده. تاسې نه شئ کولای چې په مغز کې حافظه د یوی عصبي حجرې یا د یو ګروپ عصبي حجراتو پورې محدود کړئ. حافظه په خپله د عصبي سيستم په واسطه ويشل شوې ده نو ولې موږ په مغز کې یو بيل لاین رسم کړو؟

حقایق:
دا لاندې حقایق د ډیرو واقعاتو نه یو څو نمونې دي چي د غير عادي شواهدو په شکل ترې په هغه کسانو کې راپور ورکړل شوی دی چې زړونه ورته پیوند شوي دي. هغوی داسې ښکاري چې د پیوند شوي زړه دمالک خوښې او نا خوښي د ځانه سره لري.

یوه ساده او نرم خويه ښځې ته چې کله یی هم الکهول نه وو څکلي او د فوټبال نه يې کرکه کيده د بایسکل د یوی ترافیکی حادثې د قرباني شوي زړه پیوند شو. د عمليات نه وروسته دا ښځه په يوه خشنه رويه لرونکې، بیر څکونکې او د فوټبال خوښوونکې ښځې باندې بدله شوه.

يو تمبل او سست سړي ته د يو هنرمند زړه پیوند شو وروسته د عملیات نه نوموړي شخص د نامعلومو دلايلو له کبله د فلمی هنرمندانو غوندې کارونه پيل کړل چې په پایله کې ترې یو ښه هنرمند جوړ شو.

يو ۴۷ کلن قفقازي سړي ته د یو ۱۷ کلن افریقایی الاصله امريکايي نارينه څخه زړه پيوند شو. د زړه اخيستونکي شخص حيران وو چې ولې يي د پخوانۍ موسيقي سره بې حده مينه پیدا شوه؟

خو وروسته ورته معلومه شوه چی د نوموړي شخص چې د چا نه ورته زړه پیوند شوی وو د پخوانۍ موسیقي سره بې حده مينه وه او ګيتار به يي غږوه. او په داسې حال کې مړ شوی وو چي ګيتار يي لا هم سينې پورې تړلی وو .

يو سړی چې ډير په مشکل يي لیکل کولای شول وروسته د زړه د پيوند نه پکې د شاعري استعداد وليدل شو.

ډیر حيرانوونکې…
يوې اته کلنې ماشومې ته د يو لس کلن قتل شوي ماشوم زړه پیوند شو. ماشومی ډير خطرناک خوبونه ليدل چي پکې به يو سړي يو ماشوم وژلو. دا خوب دې ماشومې ته دومره زورونکی وو چې بالآخره ماشومه د رواني ناروغيو ډاکټر ته یووړل شوه، او په پایله که د رواني ناروغيو ډاکټر دا معلومه کړه چې کیسه څه ده.

د ماشومې د خوب تصاوير ډیر واضح وو چې د رواني ډاکټر او د ماشومې د مور په واسطه پوليس ته وویل شول.

کله چی ماشومه د خپل خوب ټوله کيسه پوليس ته کوي، نو پولیسو ته د قاتل په هکله پوره نښې لاس ته ورځي او هغه دستګير کوي او د جنسي تجاوز او د لمړۍ درجه قتل په تور يي محاکمه کوي.

ساینسي شواهد
ممکنه توضیحات
ډاکټران اوس کوښښ کوي معلومه کړي چی ولې د زړه پیوند په انسانانو کې د زړه د اهداء کوونکي خاطرات او احساسات د زړه اخیستونکي انسان ته انتقالوي چي ديته د حجرې د خاطراتو انتقال هم وایي. په داسې حال کې چې يو کم تعداد ډاکټران لا اوس هم په دغه تحقیقاتو مشکوک دي او دا غير عادي او په زړه پورې لاسته راوړنې ردوي اود عمليات څخه وروسته سترس سره ورته ارتباط ورکوي او يا هم د انتقال شوي زړه د مسترد کولو ضد ادويوو په مقابل که يي عکس العمل ګڼي، په ورته وخت کې د هغه متخصصينو تعداد ورځ تر بلې زياتيږي چې په پيوند شوي زړه کې د خاطراتو او احساساتو په انتقال (دحجروي خاطراتو په انتقال) باور لري.

نور طبي متخصصين ډول ډول توضيحات ورکوي، مګر ټول په دې موافق دي چې دا کار کومه جادو نه ده بلکه ساینس دی، او دا ساينس نور وضاحت ته هم اړتيا لري. پروفیسور پاول پيرسال او پروفيسور ګاری دواړو دا نظريه يوځای ورکړه.

تفکر او تمرکز يواځې په مغز کې نه دی
ډاکټر کانډیس پرټ چې د جیورج ټاون پوهنتون کې د فارمکالوجست دنده لري باور لري چې تفکر او تمرکز يواځې په مغز کې ځاي نه لري، بلکه د بدن په نورو برخو کې هم وجود لري. دا مفکوره کيدای شي ددې ډول عجيبه پيوند تجارب واضح کړي.

تفکر او بدن د يو بل سره د کيمياوي موادو په واسطه ارتباط لري چې پيپټايډز نوميږي. دا پیپټایډز په مغز، معده عضلاتو او د بدن په ټولو لویو غړو کې موجود دي. زه باور لرم چې حافظه هم د همدې پیپټایډونو له لارې انتقالیږي. د مثال په ډول، د غذایي موادو پورې اړوند حافظه د پانکراس او جګر پورې تړلې وي او دا ارتباط د یو انسان نه بل انسان ته د غړي د اهداء له لارې انتقالیدلای شي.

مینه او احساس
د زړه پیوند اوس یو معمول عملیات دی. زړه د پیړيو راهیسی د مینې او احساساتو یو سیمبولیک غړي په توګه پیژندل شوی دی.
نن ورځ د ساینسدانانو تحقیقات په ښکاره ډول دا راښایي چې شاعرانو او ادیبانو د تاریخ په مختلفو پړاوونو کې تل ریښتیا وییلي وو. زړه زکاوت لري اوزموږ د احساساتو په تجاربو کې مشخص رول لري.

ماخذونه:
HubPages»
Education and Science»
Medicine & Health Science

%d bloggers like this:
/* ]]> */