ټیکنالوژي

سریلنکا کې له چاودنو وروسته د فیسبوک، واټساپ او وایبر فعالیتونه ځنډیدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ غوایي، ۱۳۹۸ل): نن د یکشنبې په ورځ د سریلنکا په پلازمینه کولمبو او ځینو نورو سیمو کې اته بېلا بېلې چاودنې وشوې چې په کې تر ۱۶۰ زیات کسان مړه او په سلګونو نورو ټپيان شول.

اوس د سریلنکا حکومت اعلان کړی تر څو د خواله رسنیو مشهورې پاڼې بندې کړي او په مرسته یې ددغو پېښو د لا زیاتوالي مخه ونیسي.

دغه هېواد اعلان کړی چې د فیسبوک، واټساپ او وایبر کاریالونو فعالیتونه په چټک ډول وځنډوي، او همدا ډول یې د دوشنبې په ورځ د سهار شپږ بجو نه تر ماښام شپږ بجو پورې پر عام تګ راتګ بندیز لګولی دی.

نن د یکشنبې په ورځ د سریلنکا په کولمبو او نورو بېلا بېلو سیمو کې پر کلیساو او هوټلونو بېلا بېلې ۸ چاودنې وشوې چې په سلګونو کسان  مړه او ټپیان دي، په مړو کې هغه بهرني کسان هم موجود وو چې کلیسا ته د «ایستر» مذهبي ورځې لمانځلو لپاره راغلي وو.

د راپورونو پر اساس په دغه چاودنو کې د بهرنیو سیاحانو، پولیسو او نورو عامو خلکو په ګډون تر ۱۶۰ زیات کسان مړه شوي او ۵۶۰ نور ټپيان دي.

د سریلنکا حکومت په دغه هېواد کې کرفیو یا ګرځ بندیز اعلان کړی، او همدا ډول یې یو شمېر ټولنیزې رسنۍ هم په محدود ډول بندې کړي دي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: سریلنکا کې له چاودنو وروسته د فیسبوک، واټساپ او وایبر فعالیتونه ځنډیدلي

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: