افغانستان لوبې

نړیوال جام لپاره ملي لوبډله اعلان شوه، حمید حسن هم اخیستل شوی

د افغانستان کرېکټ بورډ نن له هغو ۲۳ کسانو څخه چې د تمریناتو لپاره سویلي افریقا ته تللي ول نړیوال جام لپاره پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه.

دغې لوبډلې کې د حمید حسن نوم هم تر سترگو کېږي. حمید حسن د پښې ټپ له امله له ۲۰۱۶ څخه وروسته یوې ورځنیو لوبو کې نه دی لوبول شوی.

د تجربه لرونکو لوبغاړو د نیوکې سربېره گلبدین نایب د دغې لوبډلې مشري پر غاړه لري او تېره شپه اصغر افغان رسماً د لوبډلمشرۍ مسؤلیت ورته وسپارله.

ټاکونکې کمېټه دغې لوبډلې اعلانونو غونډې کې وویل چې ټول لوبغاړي وروستیو شپږو میاشتو کې د ښه ځلېدو او غوره فزیکي حالت لرلو پایله کې انتخاب شوي.

نړیوال جام لپاره د افغانستان پنځلس کسیزه لوبډله:

گلبدین نایب (لوبډلمشر)، شهزاد محمدي (وېکېټ ساتونکی)، نور علي ځدران، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدران، سمیع الله شینواری، محمد نبي، راشد خان، دولت ځدران، افتاب عالم، حمید حسن او مجیب الرحمن.

احتیاطي لوبغاړي:

اکرام علي‌خېل، کریم جنت او سید شېرزاد.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this:
/* ]]> */