افغانستان

سهیل شاهین: راتلونکې غونډه کې یوازې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې کوو

دطالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې په راتلونکې غونډه کې به یوازې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې کوو.

نوموړي له فرانس پرس خبري اژانس سره په تازه خبرو کې ویلي، چې د امریکا له مذاکراتي ټیم سره په تېرو غونډو کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو یو لړ هوکړو ته رسیدلي دي خو ځينې جزیات د بحث وړ دي.

سهیل شاهین ویلي چې راتلونکې غونډه به یې همدې بحث ته ځانګړې وي او د نورو خبرو د جریان لپاره هم د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع د خنډ په توګه ده.

سهیل شاهین داسې مهال د امریکایي ځواکونو د وتلو موضوع د نورو خبرو د جریان لپاره خنډ بولي چې د افغان سولې لپاره د امریکا خانګړي استازي زلمي خلیلزاد بار بار ویلي چې امریکا نوره دلته ستړې ده او غواړي چې طالبانو سره له یوې ممکنه لارې څخه هوکړې ته ورسیږي.

%d bloggers like this: