کلتور او ادب

څانګې لورې مخ دې پټ کړه

اجمل جلال

د کابل سړکونه په وینو سره دي؛ ستا هغه ملګری، هغه چې یې کیسې کولې، هغه د دنګې ځوانۍ خاوند یادوم، چې نوی یې واده کړی وو، او د آبادۍ په تکل یې خپل لسټوني بډ وهلي، وزارت کې کارمند وو؛ هغه نن په وینو کې لت پت دی. نن بیا امبولانسونو د غم آوازونه کوي او د مرګونو ویر خپروي، روغتونونه ډک دي. فیسبوک وینه لټوي، د وینې ګروپ دې څه دی؟ A دی که ‌B ؟ ور منډه شه هغه ملګرې دې مري، وینه غواړي.

شپه ختمیږي، ورځ پیلیږي. په خواږه خوب ویده کلیوال د تکبیر د ملکوتي غږ پر ځای د الوتکو کښښاری اوري. درنه چاودنه او ورپسې مرګوني چوپتیا خپره شوه. شېبې وروسته د پښو ترپا ده، خلک منډې وهي، چېغې وهي. د کلي په منځ کې د هغه غریب بزګر کور، هغه چې کشری زوی یې طالب دی، نور نه ښکاري. هلته یوه غټه کنده ده، خو کور نه شته، زامن او لوڼې، مور او خور نه شته. الوتکه لا هم پر آسمان ګزمه کوي؛ ټارګيټ ووېشتل شو، تروریستان ختم شول، طالبان وویشتل شول. نن جمعه ده، په شمار دوولس جنازې کتار اېښې دي. د کلي خلک دا دی لسم وار شو، ماشومان خښوي، تروریستان خښوي.

ټررنګ، ټررنګ…؛ وی دا خو جمال دی! هلو؛ هو زه د جمال مېرمن یم… شېبه ورسته وارخطا شي، درز شي تلیفون پر ځمکه را و لوېږي. خواښې ور منډه کړي، څه دي؟ څه وشول؟ خو «څانګه» خزان وهلی لرګی وي، ښوري نه، غږېدلی نه شي. له ډېرو ټیلو ټمبو وروسته چې په خبرو شي، جمال مې مړ شو چیغه وکړي؛ مورې جمال مې، ستا جمال، زه خو کونډه شوم.

ورته ویل مې چې عسکري مه کوه، ما ستا معاش نه دی په کار، ته مې په کار یې. وای غریبۍ، تا مې مېړه، د ماشومانو پلار وخوړ. د جمال مور نور څه نه اوري، نور څه نه ویني، ګونګه شوه، او بې سېکه پر ځمکه و لوېده.

د کلي په هدېره کې سپین بیرغونه رپیږي، جنازه ده. د طالبانو پر ناسته کوم ځای هوايي بمبار شوی. د کلي هغه غنم رنګ او ښکلی ځوان دلته خښیږي. سپین ګیری پلار یې د طالب قوماندان تر څنګ ولاړ دی، څه نه وايي، هر څه طالب وايي، د ځلمي د قهرمانیو او سر ښندنو کیسې کوي. د کلي ښځې یې پر مور راټولې دي، د زړه تسل یې کوي؛ بس کړه ځان دې مړ کړ، ځوی دې د جنتونو سردار دی.

بغلان نه بېړنۍ خبر دی، ټول فیسبوک یې په سر اخیستۍ. د ملي اردو پر قرارګاه برید شوی، په سل ګونو تنه وژل شوي دي. حکومت د ملي ماتم ورځ اعلان کړې، سبا رخصتي ده. د رمضان پلار هرې خوا زنګونه وهي، زوی یې هلته عسکر وه. د رمضان مور ته سیروم لږېدلی، د زوی خبر یې نشته، زړه یې بې سېکه دی. د رمضان مېرمن لمونځ کوي، زارۍ کوي الله ته، چې رمضان یې ورته وساتي. نن بیا د ماتم شپه ده، په سلګونو میندې لکه د رمضان مور بې سېکه پرتې دي، میرمنې د الله درګاه ته زارۍ کوي، بغلان کې خپل عسکر مېړونه ژوندي غواړي.

سخت باران وریږي. د کارته نو پر لار دوه ښځې، یوه بوډۍ یوه یې ځوانه، د سړک پر غاړه ناستې خیرات ټولوي. ځینې یې رټي چې ولې د سرک پر غاړه ناستې او لار یې تنګه کړې ده، او ځينې یې په حال زړه سوځوي، دوه دری روپی ورکوي. ځینې ور ګوري، ځینې یې نه ویني او تیر شي ترې نه. بوډۍ هر موټر ته لاس اوچت کړي، کونډه یم، بوره یم، لمسیان مې دي، د الله لپاره لږ څه راکړی!. ځوانه ښځه غږ نه کوي سر یې ټیټ نیولی. بوډۍ ور وړاندې شي او په غوږ کې ورته وايي؛ «څانګې» لورې، لږ دې مخ پټ کړه هاغه پورې درېدلی مردار ځوان ډېر درته ګوري.

%d bloggers like this: