افغانستان

د خليلزاد سفرونه او طالبانو سره يې راتلونکي مذاکرات

راپورتاژ: عبدالرحمن

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد افغانستان، قطر او د سيمې هيوادونو ته خپل اوو سفر پيل کړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تيره وړمه ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې وويل، چې زلمی خليلزاد د اپريل مياشتې په يوويشتمه نيټه شپږ هيوادونو (افغانستان، هند، پاکستان، روسيې، قطر او برتانيا ) ته سفر کوي او په يوولسمه نيټه دغه سفر پای ته ورسوي.

خبرپاڼه کې راغلي، خليلزاد به په کابل کې د ګډ حکومت او نورو افغانانو سره سلا مشورې وکړي او د یوه بين الأفغاني ډيالوګ رامنځته کولو ته به يې وهڅوي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت وايي، خليلزاد به مسکو، برتانيې، نوي ډيلي او اسلام اباد کې د نړيوال ملاتړ جلبولو او تلپاتې سولې لپاره بيلابيلو اړخونو سره خبرې وکړي.

زلمي خليلزاد په خپله ټويټر پاڼه ليکي، چې يوځل بيا يې د افغانستان جګړې ختمولو لپاره سفر پيل کړی زياتوي د افغان سولې په لاره کې کوچنی ټکان به د سولې بهير ټکنی نه کړي.

دغه راز  طالبانو هم د نوي پړاو مذاکراتو د پيل خبر ورکړی او په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهين فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي، راتلونکي پړاو مذاکرات به له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهالويش وي.

د ښاغلي شاهين په وينا، په تيرو څو پړاوونو کې امریکا او طالبان د ځواکونو پر بشپړ وتلو سلا شوي خو یوازې ځينې جزيات پاتې دي چې بحث به پرې وشي.

نوموړي ډاډ ورکړی چې له افغانستانه به نورو هيوادونو ته هيڅ خطر نه وي او په دغه هيواد کې به وسله والو ډلو ته اجازه ورنکړي چې د نورو هيوادونو پرضد پلانونه جوړ کړي.

ټاکل شوې چې د امريکا او طالبانو راتلونکي پړاو خبرې په څو اوونيو کې يو ځل بيا ترسره شي چې د سرچينو په وينا ښايي په دغه خبرو کې دواړه خواوې یوې هوکړې ته ورسيږي.

طالبان له هيواده د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل غواړي او امريکا په دې ټينګار کوي چې طالبان بايد د دې ډاډ ورکړي څو افغان خاوره د دوی او نورو هيوادونو پرضد ونه کارول شي.

طالبان دا مهال په قطر کې سياسي دفتر لري چې خپل ټول سياسي جريانونه د قطر دفتر له لارې رسنيو شريکوي.

خو تيره ورځ ځینو باوري سرچينو بي بي سي راډيو ته ويلي، چې اندونيزيا، بروناوي او ازبکستان په خپلو هيوادونو کې طالبانو ته د دفتر پرانیستو وړانديزونه کړي دي.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */