افغانستان

طالبانو د فراه هوایي ډګر کې رادار له منځه وړی

طالبانو ادعا کړې چې د فراه ولایت په مرکز کې یې پر هوایي ډګر چې امریکایي پوځیان په کې میشت دي،توغندویز بریدونه کړي او مقابل لوري ته یې درانه زیانونه ور اړولي دي .

امنیتي سرچینې توغندویز بریدونه تائیدوي خو د نورو جزئیاتو له ورکړې ډډه کوي.

طالب ویاند  قاري یوسف احمدي ویلي،  پر دغه میدان یې د عمري په نوم میزایل وار کړي چې په خبره یې،  ټول په ټاکلو اهدافو لګیدلي دی.

احمدي زیاتوي د بریدونو په ترڅ کې  رادار او مخابراتي سسټم  په بشپړه توګه له منځه تللي او ګډو ځواکونو ته یې د درانه زیان د اوښتو ادعا کړې ده.

تر اوسه افغان او امریکایي چارواکو په دې هکله رسماً کوم سپیناوی نه دی کړی

Tags
%d bloggers like this: