افغانستان

طالبانو ته په نورو هیوادونو کې هم د سیاسي دفترونو د ورکړې وړاندیز شوی

وروسته تر هغه چې طالبان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لیست نه په مؤقت ډول وایستل شول،  تازه یو شمیر باوري سرچینو بي بي سي ته په ډاګه کړې چې یو شمیر هیوادونو د طالبانو مشرانو ته د سیاسي دفترونو د ورکړې وړاندیز کړی دی.

سرچینه وایی، اندونیزیا، برونای او ازبکستان هغه هیوادونه دي چې مشرانو یې طالبانو ته د دفترونو د ورکولو ټټر وهلی دی .

بي بي سي ویلي،  اوسمهال  دغه خبرې یوازې د بحثونو په کچه دي او کومه رسمي بڼه یې نه ده غوره کړې.

د یادونې وړ ده چې دطالبانو مرکزي سیاسي دفتر د قطر پلازمینه دوحه کې دی چې له همدې ادرسه د نړۍ له هیوادونو سره خپلې سیاسي اړیکې پالي او د هیواد په لویو مسائلو کې د یوه منظم نظام په څیر دخالت لري.

%d bloggers like this:
/* ]]> */