لوبې

د کرکټ نړیواله شورا وايي، د افغان لوبډلې په نوملړ کې دا درې ټکي د حیرانتیا وړ دي

د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د اپریل په ۲۲ مه نېټه د لوبډلې اعلان خبر خپور کړی او درې ټکو ته یې اشاره کړې، چې په وېنا یې د حېرانتیا وړ دي:

لومړی ټکی


تجربه کاره او له ستونزو سره لوبېدلی او بریالی لوبډلمشر اصغر افغان د نسبتاَ کم تجربه لوبډلمشر ګلبدین نایب تر لوبډلمشري لاندې لوبېدل د حېرانتیا وړ ټکی دی، دوی وایي اصغر افغان د افغانستان لپاره بریالی لوبډلمشر و او دې هېواد د ده په لوبډلمشرۍ کې شا او خوا ۵۷ سلنه
یو ورځنۍ لوبې ګټلي دي.
خو اوس ګلبدین نایب په یوه شهکاره پرېکړه کې لوبډلمشر اعلان شو، چې دا نړیوالو ته د حېرانتیا وړ خبره ده.

دوهم ټکی


په یو ورځنیو لوبو او نړیوال جام کې د لومړي ځل لپاره د هېټر لوبغاړي ور اچول او د افغان لوبډلې اوپننګ پیلول د حېرانتیا خبره بولي؛ دوی د حضرت الله ځاځي نوم یاد کړی، حضرت الله ځاځی د افغانستان د شپږیزو کرېس ګېل، شل اوریزو لوبو کې خورا خطرناکه توپ وهنه کوي؛ خو یو ورځنیو لوبو کې د اوپنر په توګه د ده راتګ د حېرانتیا وړ خبره ده.

حضرت الله ځاځی چټک او هېټر توپ وهونکی دی؛ داسې توپ وهونکي نورې لوبډلې په منځنۍ برخه کې د هېټ کولو لپاره راباسي، خپل رن رېټ پرې جوړوي او د لوبې د پای ته رسولو لپاره یې ساتي.

لکه څنګه چې هندوستان کې ایم ایس ډوني دی، لکه څنګه چې انګلستان کې جاس بټلر دی، په اسټرالیا کې مکسویل دی او یا هم ویسټ انډیز کې کیرون پولارډ او انډري رسل دي.

د کرکټ نړیوالې شورا دا د حېرانتیا ټکی یاد کړی.

د کرکټ نړیواله شورا وایي؛ دا د افغان لوبډلې توپیر دی، چې نورو لوبډلو سره یې لري.

دریم ټکی


د کرکټ نړیواله شورا د شاپور ځدران په نه اخېستلو او د حمید حسن په اخېستلو سره حېرانتیا ښيي، دوی د ۲۰۱۵ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام لوبو ته اشاره کړې، شاپور ځدران په هغه جام کې تر ټولو زیاتې وېکټې اخېستې وې، نوموړي په هغه جام کې ۱۳ وېکټې ترلاسه کړې وې.

اوس شاپورځدران په سکواډ کې نه دی اخېستل شوی او حمید حسن شامل شوی دی، د کرکټ نړیواله شورا وایي دا هغه پرېکړه ده، چې خلک حېرانولی شي.

د کرکټ شورا وایي په ټوله کې افغان لوبډله یوه ښه لوبډله ده او د نړیوال جام لپاره چمتو ده.

د دې سربېره دې شورا د محمد نبي، راشد خان او مجیب ځدران یادونه کړې او دوی یې د افغانستان لپاره اغېزناک لوبغاړي بللي دي.

سرچینه: یاران

%d bloggers like this: