افغانستان

هلمند: د پولیو ناروغۍ دوه تازه پيښې ثبت شوي دي

د هلمند په واشیر او سنګین ولسوالیو کې د پولیو دوه تازه پيښې ثبت شوي دي.

د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد عظیم رسنیو ته ویلي چې دواړې پيښې تازه دي او د عامې روغتیا وزارت له لوري تر څیړنې لاندي دي.

په روان میلادي کال ۲۰۱۹ کې تر اوسه دا څلورمه او پنځمه پيښه ده چې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې را منځته کیږي. ددې تر مخه په روزګان کې یوه او په کندهار کې دوه پيښې را منځته شوي دي.

د پولیو یا ګوزڼ یوه ساري ناروغي ده چې له امله یې ماشومان د پښو په شلتوب اخته کیږي، ددغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو دنړیوال صحت اداره (WHO) په نړیواله توګه کمپاین کوي، چې په اوس وخت کې يې ډېر تمرکز پر افغانستان او پاکستان دی، ځکه چې په وینا یې یوازي دغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو وایرس په کښي ژوندی دی.

%d bloggers like this:
/* ]]> */