افغانستان

زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د جګړې دختمیدو په موخه یو ځل بیا خپل مزل پیل کړی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان د جګړې دختمولو او دغلته د سولې د ټینګولو په موخه یو ځل بیا د مزل پیلو په هدف د سفر موزې په پښو کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د خپرې شوې خبرې پاڼې له مخې ښاغلی خلیلزاد به د روانې اپرېل میاشتې پر ۲۱مه د مۍ تر ۱۱مې پورې افغانستان، هند، پاکستان، قطر، روسیې او برتانیا هېواد ته  سفرونه وکړي.

زلمی خلیلزاد پر خپله ټویټر پآڼه لیکلي چې د امریکا په هڅو په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو په پار یې یوځل بیا د موزو مزي کش کړي دي.

نوموړی وايي، دا ځل یې هڅه دا ده چې د افغان اړخونو ترمنځ د خبرو او بحث لپاره د نړیوالو ملاتړ لا ډېر کړي.

د راپورونو له مخې دا ځل به زلمی خلیلزاد له افغان چارواکو او نورو افغانانو سره د افغانانو خپلمنځي خبرو او بحث او د سولې ټینګښت په پار د ټولو خواوو پر هڅولو سلا مشوره وکړي.

په پام کې ده چې خلیلزاد د قطر په دوحه کې له له طالبانو سره خبرو ته دوام ور کړي او د افغانانو خپلمنځي کنفرانس کې یې ګډون ته وهڅوي.

%d bloggers like this: