نړۍ

ماسکو د افغان سولې په اړه د درې اړخیزې ناستې کوربه توب کوي

د روسیې بهرنیو چارو وزیر د طالبانو سره د ستړي مشې پر مهال

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳غويی، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د روسیې سفارت ویلي چې ماسکو به په راتلونکو دوه ورځو کې د افغان سولې په تړاو د امریکا، روسیې او چین په شمولیت د درې اړخیزې ناستې کوربه توب وکړي.

غوڼده به د اپریل میاشتې پر ۲۵مه نیټه د خاصو استازو تر منځ وشي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد به هم په دغه غونډه کې ګډون وکړي، او د روسیې له لوري به ضمیر کابلوف نمایندګي وکړي.

زلمی خلیلزاد ددې تر مخه د افغان سولې په تړاو شپږ نړیوال سفرونه کړي دي او اوس تازه هم په نوي سفر را وتلی دی چې ټاکل شوې د طالبانو سره د لیدنې لپاره قطر ته هم ورسي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې د وروستیو مذاکراتو په اړه به هم بحثونه وشي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو او امریکایانو د روان کال ۲۰۱۹ په مارچ میاشت کې ۱۶ ورځې مذاکرات وکړل چې له مخې يې پر دوه مهمو موضوعګانو باندي توافق شوی.
طالبانو او امریکایانو هغه مهال ویلي وه چې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو توافق شوی او همداسي د افغانستان خاوره به د بهرنیو هیوادونو پر ضد نه کاریږي. خو لا هم د افغانستان د آینده نظام، اوربند او افغان حکومت سره د خبرو په اړه توافق نه دی شوی.

روسیې غوښتنه کړې چې امریکا باید د سولې په روانو هڅو کې دوی ته هم ځای ورکړي، تر څو په راتلونکې سوله کې د سیمه ییزو قوتونو او ګاونډیانو ټولې غوښتنې او ګټې خوندي وي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: ماسکو د افغان سولې په اړه د درې اړخیزې ناستې کوربه توب کوي

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this:
/* ]]> */