دیني لیکنې

رشوت د اسلام له نظره (۳)

لیکوال:محمد الله نوري

قاضیانو،والیانو،اونورولوړ پوړو چارواکوته تحفې ورکول حرامې دي.

اما م بخاري رحمه الله لیکي ماته علي بن عبدالله داحدیث بیان کړ،چې هغه لۀ سفیان اوسفیان ته بیاامام زهري نقل کړی اوهغه بیاله عروة نه اوریدلی چې ابو حمید ساعدي رضی الله عنه دۀ ته بیان کړی دی، چې رسول الله ﷺدبنو اسد دقبیلې یوتن دزکات راټولولولپاره وټاکۀ، دغۀ سړي ته یې ابن لبتیه ویل (بنولتب ته منسوب قبیله ده، دغه سړی عبدالله نومیدۀ) کله چې هغه زکاتونه راټول کړل او راغی، نو ویې ویل دا ستا سو برخه ده او داخلکو ماته هدیې راکړې، رسول الله ﷺ چې دا وارېدل،نو منبر ته یې تشریف یووړ، سفیان هم وایې چې رسو ل الله ﷺمنبر ته وخوت او دالله ج لۀ حمد او ثنا وروسته یې وفرمایل:

په دې زکات کې راټولونکو افسرانو څه شوي دي؟ چې موږ یې په وصولۍ پسې واستوو او چې کله دوی راستانۀ شي ،نو وایي دا ستاسو او دا زما برخه ده،دوی خو دې دپلار او مور په کورونو کې کېني، بیا ګورو چې څوک دوی ته تحفې او هدیې راوړي کنه؟

په هغه ذات مې دې قسم وي، چې زما ساه دهغه په قبضه کې ده، دوی به، چې دقیامت په ورځ له کوم شي سره راپورته کیږي، هغه به یې په اوږه نیولی وي، که چیرته هغه اوښ وي،نو بړیږي به، که چیرته غوا وي، نو رمباړې به وهي او که چیرته اوزه وي، نو هغه به هم خپل اوازونه کوي بیا رسول الله ﷺ مبارک لاسونه دواړه داسې پورته کړل چې دبغل سپینوالی یې ما وکوت او بیا یې وفرمایل:

واورئ! ایا دا خبره ما تا سو ته در رسولې نه ده؟ رسول الله ﷺ داخبره درې ځله تکرار کړه، سفیان وایي، ما ته زهري دا واقعه بیان کړې او هشام لۀ خپل پلار نه هغه بیا لۀ ابو حمیدي ساعدي رضی الله تعالی عنهم نه یو څو نور بیا هم رانقل کړی چې زما په دواړو غوږونو واوریدل او ما په دواړو ستر ګو وکتل،ګني له زید بن ثابت نه وکړئ چې هغه هم لۀ ما سره و او داهر څه یې اوریدي وو.

سرچینه: (شرح صحیح المسلم النووي ۱۲ټوک، ۲۱۸او ۲۲۲مخونه، دلیل الفاتحین ۲ټوک، ۱۲مخ.

سرچینه: محصلین

%d bloggers like this:
/* ]]> */