خبرپاڼې

جمهوررئیس غني: د سولې مشورتي لویه جرګه به د سولې په اړه د ټولو افکار په منسجم او منظم بحث بدل کړي

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د لویې جرګې خېمې تالار کې د مشورتي لویې جرګې جوړولو کمېسیون مشرتابه او غړو سره وکتل.

په پیل کې د مشورتي لویې جرګې جوړولو کمېسیون مشر محمدعمر داوودزي جمهوررئیس غني ته د ښه راغلاست پرمهال د مشورتي لویې جرګې جوړولو لپاره  جمهوررئیس ته د یاد کمېسیون د کړنو، تدابیرو او تیاریو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په ګډون له ټولو دولتي ادارو څخه په اړوندو برخو کې د ښې همغږۍ او همکارۍ له امله مننه وکړه او وې ویل، ارزګان ولایت څخه د مشورتي لویې جرګې استازي را رسېدلي او په ترتیب سره به د نورو ولایتونو استازي هم راشي.

جمهوررئیس غني د مشورتي لویې جرګې  جوړولوکمېسیون د مشرتابه او غړو له کړنو او زحمتونو څخه په مننې وویل، د جرګې د ملي بحث پایلو کې به ستاسو د کوښښونه  اغېزې  هیوادوال، سیمه او نړۍ وګوري. هغه زیاته کړه، موږ د واحد او منسجم ملت په توګه خپل مسایل تل د جرګو او مشورو له لارې حل کړي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، افغان ښځې په قوت خپل استازیتوب کوي، نو د دغې جرګې د ښځینه ګډونوالو فیصدي باید له دېرش سلنه څخه کمه نه وي. هغه زیاته کړه، د بې ثباتۍ یو لامل د لوبې د واضح، اصولو او قواعدو نشتوالی وو، مګر اساسي قانون دغه ستونزه په اساسي توګه حل کړې.

د هیواد جمهوررئیس وویل،  د لویو جرګو ښه والی دادی چې هیڅوک یې نشي سانسورولی او د ملت استازي په ازادانه توګه خپل نظریات، وړاندیزونه او مشورې مطرح کوي. دا د مشورتي لویې جرګې او ولس استازو پورې اړه لري چې د سولې پروسې حدود څنګه ترسیموي.

جمهوررئیس وویل، د سولې مشورتي لویه جرګه به د سولې په اړه د ټولو افکار په منسجم او منظم بحث بدل کړي. هغه زیاته کړه، د سولې لپاره ملي، سیمه ییز، اسلامي او بین المللي شرایط برابر شوي او په دې برخه کې شته محدودیتونه له منځه تللي. هغه په ټینګار سره وویل، د سولې مشورتي لویه جرګه به د سولې حدود او جهت واضح او بحث متمرکز کړي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، مشوره اسلامي او جرګه او مشارکت زموږ ملي اصل او ارزښتونه دي او باید جدي ونیول شي. د ولس استازي مو وصل ته راغوښتي، نه فصل ته، نو د سولې مشورتي لویه جرګه د شخص نه، بلکې د نظام او وصل جرګه ده.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د سولې مشورتي لویه جرګه به ځکه ځانګړې وي، چې د ټولو ولایتونو، ولسوالیو او اقشارو استازي په کې ګډون لري او هر استازی باید داسې وګڼي چې د ټول هیواد استازیتوب کوي.

محمداشرف غني وویل، سوله یو خوب و، چې کله کله به یې یادونه کېده، مګر داسې نه احساسېدله چې راتلونکې ده او یا به یې موږ په ژوند کې وګورو، مګر په تېرو دوه کالو کې سوله له حاشیې متن ته راغلې او هر افغان د سولې په اړه فکر کوي.

جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي چې د سولې مشورتي لویې جرګې جوړولو کمېسیون مشرتابه او غړو یې ملتیا کوله، د لویې جرګې خېمې بېلابېلې برخې له نږدې ولیدې او مسوولینو ته یې د تدابیرو او د ولس د استازو د ښې پالنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: