کلتور او ادب

روایي شاعري | لیکوال: عتیق الله ساحل

      روايي شاعري که څه هم داسې یو ترکیب دی چې د محتوا له اړخه نوې موضوع ښکاري خو له الفاظو سره یې هر څوک اشنا دي، پخپل ورځني ژوند کې د روایت، رواي او روایي یا روایتي کلمې ډېرې کاروو او تر ډېره یې په مفهوم هم پوهېږو چې روایت په مستقیم ډول د یو چا د کلام را اخیستلو ته وايي، راوي هغه کس دی چې خبرې یې را اخیستل کېږي یا څوک چې یوه کیسه روایت کوي راوي بلل کېږي او روایي ویی بیا ستاینومي بڼه لري چې دلته یې د شاعرۍ کلمه موصوف کړې ده.

       د لومړي ځل لپاره د روایي شاعرۍ پیل په غرب کې تر سترګو کیږي چې بیا وروسته د وخت په تېرېدو سره فارسي ادب ته راغلې او دغه لړۍ تر مهدي اخوان ثالث پورې را رسېدلې. په پښتو کې هم ګڼ شمېر شاعران لرو چې دوی په شعوري او غیرې شعوري توګه پخپله شاعرۍ کې روایتونو ته ځای ورکړی او دغه راز یې پښتو شاعري له روایي شاعرۍ څخه برخمنه کړې ده.

       په روايي شاعرۍ کې د شعر اصلي جوړښټ په کیسه او روایت ولاړ وي یعنې شاعر اصلي کیسه د زیات اغېز ښندلو له وجه په شعري توکو داسې سینګاروي لکه د ونې تنه او ښاخونه چې په پاڼو سینګار شوي وي. معمولاً شاعران په دوه ډوله روایتونه په شعر کې کاروي یوه ډله د خپل ذهن، خیال او فکر په مرسته شعر ته روایي بڼه ورکوي او نور یې د پخوانیو کیسو او تېرو شوو پېښو له مخې.

       روایي شعر ځينې ځانګړنې لري چې د هغه له مخې موږ روایي شعر پېژندای شو. په روایي شعر کې لومړی شرط د راوي له خولې روایت کول دي، هر ډول روايي شعر چې وي ضرور پکې د یو چا خبرې را اخیستل کېږي. د روایي شاعرۍ بله ځانګړنه داستاني فضا ده یعنې د یوې کیسې په بڼه به لوستونکي او اورېدونکي له مطلوبو معلوماتو خبریږي. او بله ځانګړنه یې د صحنو دقیق تصویر او توصیف دی.

      روایي شاعري د مضمون له مخې له عادي شاعرۍ سره توپیر نه لري هر ډول حماسي، تاريخي، عشقي، عرفاني، اخلاقي او… نور موضوعات پخپله لمنه کې رانغاړي.

       معمولاً په شاعرۍ کې له درېیو اړخونو(متکلم، مخاطب او غایب) څخه روایت کېږي چې لاندې به یې له بېلګو سره ولولو.

له متکلم څخه روایت

      له متکلم څخه روایت په دې مانا چې شاعر پخپله د یوې کیسې یا پېښې داسې بیان کوي چې تصور کېږي پېښه ده خپله لېدلې ده. د دې ډول روایت لپاره د جیلاني جلان لاندې نظم(دوې کرښې) ښه بېلګه کېدای شي.

د یو ګورځنګل په منځ کې

یوه ښه غټه ډبره

چې په خوا کې یې چینه ده

دا چینه دومره رڼه ده

چې تصویر یې ایینه ده

د چینې نه په شمار درې قدمه لرې

یوه پلنه زړه ونه

چې ښاخونه یې له ډېر زړښته لویږي

په دې ونه کې یو ډډ دی

په دې ډډ کې

یوه لجرومه یو دسمال دی

په دسمال کې په سپڼسیو

فقط دوې کرښې لیکلې

په میرو ورکه یاره راشه

ملالې سترګې انتظار درته کوینه

       پورته نظم ته که ځير شو شاعر په داسې انداز یوه صحنه انځور کړې چې فکر کېږي شاعر د یوه ځای ادرس راکوي او یا دا چې شاعر همغه ځای کې ولاړ دی او موږ ته هر څه راښيي.

له غایب څخه روایت

        له دې ډول روایت څخه موخه دا ده چې شاعر پخپل کلام کې د درېیم وګړي حواله ورکوي؛ لکه: ده ویل، هغه ویل، جانان ویل… د نازو انا په لاندې بیتونو کې د دې ډول روایت نښې لېدای شو.

سحرګاه وه د نرګس لېمه لانده

څاڅکي څاڅکي یې له سترګو څڅېده

ما وېل څه دي ښکلیه ګله ولې ژاړې؟

ده وېل ژوند مې دی یوه خوله خندېده

      په دویم بیت کې ګل ته د تشخیص صنعت له مخې شخصیت ورکړ شوی او په دویمه مسره کې یې کټ مټ خبرې د غایب شخص په حیث را اخیستل شوې دي.

یا دې بیت کې

د بې وفا دنیاګۍ یار راته بېګا وویل

زه سمندر یمه ساحله زه ستا غم نه کوم

په دې بیت کې هم غایب راوي خبرې کوي چې دویمه مسره د رواي بشپر کلام دی.

له مخاطب یا دویم کس څخه روایت

       په دې برخه کې د پورتنیو په څېر روایت صورت نیسي خو دلته روایت د دویم کس له لوري وي چې ډېری وخت د (تا) او (ته) ضمیرونو په راوړو سره څرګندیږي. لکه لاندې ټپه کې

ما ویل هسې نه ما پرېږدې

تا ویل مړ دې شم خو تا کله پرېږدمه

         په روايي شاعرۍ کې یوه بله د پام وړ موضوع د راوي بدلون دی. په دې صورت کې که روایت د متکلم له خوا وي وروسته د غایب یا مخاطب له لوري شي، چې په ځينو مواردو کې کلام ته لا خوند ورکوي. د غفور لېوال د هوسۍ منظومې لږه برخه د بېلګې په توګه را اخلو.

د لوړو څوکو هسکو دنګو غرونو

د سردرو د شنو لمنو خوا کې

هلته یو کلی و د مینې کلی

زه د دې کلي شپونکی

لا ډېر زلمی وم چې په مینه پوه شوم

هو!

زه مین شوم او یو چا راسره مینه پیل کړه

یوه د تورو تورو سترګو مېرمن

او د ګودر د نازولو میره

د کلیوالو ښایستونو د جرګې ګلوله

اول زه نه وم خبر

چې د ښایست او مینې دغه جرګه

هر مازدیګر زما د شنې شپېلۍ نغمو ته د ګودر په غاړه

په تلوسه او تنده تمه کوي

خو یوه ورځ چې د ځنګلونو تر خوا

پرښو د سیند نغمو ته غوږ اېښی و

او ځړوبي پخپلو سپینو ګوتو

لا ترنګوله د سپرلي سندره

او چېرې لرې کټهار د زرکو

د څو تنزرو د نغمو ځواب ته غاړې ایستې

ماهم شپېلۍ په شونډو کېښودله

موږ سره ټولو کړې په ګډه پیل

د یو زیړي مازدیګر

مستو شېبو کې د ځنګله زمزمې

اولا د شنه ځنګله په سترګو کې مو خوب زنګاوه

چې زموږ د کلي د ښکلا قافله

ها د ګودر د نازولو جرګه

د شنو څېړیو او زیتونو منځ نه

زما په لوري راغله

پېغلې په مینه او شور

له ما نه تاوې او را تاوې شولې

لکه رنګینې څو ګېډۍ د ګلو

او د ښکلا د قافلې سر کښې

چې وه د تورو تورو سترګو مېرمن

داسې په ناز یې وویل:

      که د نظم دې برخې ته ځير شو، څرګندیږي چې تر اوسه راوي متکلم دی او د روایت په بڼه یې داستان تر دې ځایه را ورساوه، وروسته ګوری چې راوي بدلیږي او د متکلم راوي پر ځای د غایب رواي موقف ځانته غوره کوي. د نظم ادامه…

اې د رنګینو سردرو شپونکیه

شپېلۍ دې وغږوه

موږه د کوزې چینې

د یو ګور همزولې

یو ستا د ښکلو ترانو مېلمنې

او ما په ډېره مینه

د شرشرې له ترنم سره مل

بیا پوکی ورته کړلو شنې شپېلۍ ته

او له دې ورځې وروسته

هره ورځ زه وم، شنه شپېلۍ وه

او جرګه د ښکلو

        د یادولو وړ ده چې تخلیقي روایي شعرونه استاد دوکتور اجمل ښکلي پخپله مقاله(د شاعرۍ رواي او روايي شاعري) کې پر دوه ډوله ویشلي دي یو یې ساده دي چې یوه کیسه پکې تر اخره بیانیږي او د دې ډول اړوند بېلګې مو پورته ولوستې. دویم ډول تخلیقي روایي شعرونه یې هغه یاد کړي دي چې له څو داستاني ټوټو نه جوړ شوي وي.

663 total views, 11 views today

سرچینه: تاند

%d bloggers like this:
/* ]]> */