ټولنیزي لیکنې

څه ډول تمرکز وکړو؟

نابغه کسان، خپل ټول سل سلنه ذهن پر یوې موضوع باندې متمرکزوي او له هغو کړنو چې د دوی ذهن مغشوشوي، ځان ژغوري. په نړۍ کې چې تراوسه هم کوم کشفیات شوي، دا ټول د سل سلنې ذهن د تمرکز زېږنده ده. د متمرکز ذهن قدرت ته (CMP) وایي. کله مو چې ذهن متمرکز شي، په اسانۍ سره کولی شی د ځان لپاه مهالوېش جوړکړی او کومې موخې مو چې د ځان لپاره ټاکلې دي، ځان ور ورسوی. له بده مرغه نن سبا ډېر خلک، له ذهني ګډوډۍ سره مخ دي، پر له پسې ايمېلونه، د موبایل زنګونه، په ورځني ژوند کې ستونزې او دې ته ورته نور کارونه د دې لامل شوي چې هېڅوک هم نه شي کولی پر یوې موضوع باندې خپل ذهن متمرکز کړي. د دې لپاره چې وتوانېږی ذهن مو پر یوې موضوع باندې متمرکز کړی، څو کارونه باید تر سره کړئ. لومړی دا چې وخت ته پاملرنه وکړئ، څو وکړای شی له هر ډول فکري بوختیا څخه پرته کار تر سره کړی. هڅه وکړئ چې هره ورځ له ۶۰ تر ۹۰ دقیقو پورې د ځان لپاره داسې یو محیط برابر کړئ چې په هغې کې در سره هېڅ ډول برقي وسایل او یا داسې څه نه وي چې ستاسو ذهن ګډوډ کړي. تاسو کولی شی یوازې په همدې موده کې د خپل کار په اړه چې ډېر درته مهم دی، فکر وکړئ.

حمیدالله حمیدي

501 total views, 2 views today

سرچینه: تاند

%d bloggers like this:
/* ]]> */