دیني لیکنې

د اسلام دوښمنو لخوا د عثماني خلافت سقوط

مخکې مو اشاره ورته ورکړه چې اسلام دوښمنو د خلافت د نړولو مخکې دری کارونه تر سره کړل :

  • د اسلامي خلافت څخه د اسلامي هيوادونو پرې کول .
  • د دين څخه د سياست د جلا کولو فکر خپرول .
  • د خلافت په دننه کې د قوميت فکر خپرول .

دا څه عبث کار نه وو ، او نه هم د مصطفی کمال اتاتورک تدبير او پلان وو او نه هم د اتحاد او ترقی د ګوند کار وو بلکي دا ددې کار لپاره يوه موزه وه چې ددې لپاره په پښو شوې وي چې په پښه څه غيب وي هغه پټ کړي ، دا هماغه د ۱۳۱۹ ه – ۱۹۱۰م کال د يهودو تړونونه وو کوم چې روسي ليکوال «نيلوس» هغه ته اشاره کړې وه او دا هماغه په تبشرې غونډه کې د غونډې د مشر وصيت وو چې ويلي وو : “ونه بايد د خپل ښاخ په وسيله پرې شي” .

او دا هماغه تهديد وو چې يهودي مشر «قرصو» سلطان عبدالحميد ته د فلسطين د سپارلو په اړه کړی وو او ددې څخه مخکې يې د انګليسي جاسوس «لورانس» په لاس د قوميت فکر خپور کړ او همدارنګه له دين څخه د دولت د جلاوالی فکر کوم چې په مستقيم ډول يې صليبي تبشير او په غير مستقيم ډول د صهيوني يهودو لاس وو  کوم چې امريکايي ليکوال «وليام غای کار» په هغه باندې اقرار کړی وو .

او دا هماغه د انګليس د بهرنيو چارو وزير لخوا ترکيه مصطفی کمال ته د آزادۍ په پلمه د ورسپارلو څلور وړانديز شوي شرطونه وو چې عبارت وو له:

۱- د اسلام سره د هر ډول اړيکې پرې کول .

۲- د خلافت نړول .

۳- له هيواد څخه د خلافت د غوښونکو او مدد کوونکو ايستل .

۴- د مخکې قانون پر ځای سيکولر (لادينه ) قانون پلي کول .
او کچېرې خلافت د يو مريض کس سره تشبه کړو نو آيا دا به صحيح نه وه چې د مريض علاج شوی وای ؟

نو آیا د هغه څخه يې غوره نظام را منځته کړ ؟

دا چې که يوې خوا يې د مسلمانانو څخه خپل حق اسلامي نظام واخيست له بلې خوا يې د يو ستر او عظيم حاکميت لرونکی حکومت په يو کوچني او ضعيف حکومت چې د غرب جيره خور وو بدل کړ ، هغه حکومت چې په نړۍ کې يې لومړی مقام لرلو خو نن د اسلامي خلافت د نړيدو څخه نيمه پیړی وروسته يې په نړيوالو هيوادونو کې دريم او څلورمه مقام هم پيدا نه کړ مګر هغه وخت يې لومړی مقام درلود .

نو آيا دا وه ترقي ای د ترقی ګونده ؟ خلافت لاړو خو مثال به يې په نږدې وخت کې تکرار نشي، د داسې اتل جوړيدل اړين وو «چا چې ونه پرې کړه »[1]

او وروسته د يونان او انګليس او د هغوی د نورو متحدينو فوځونه ترکيه ته داخل شول ، خليفه په استانبول کې بندي وو ، عالم اسلام د يو ستر اتل له لاسه ورکولو سره مسکين شو او بيا يې د اسلامي خلافت د لغوه کولو او د سکولار قايمولو اعلان وکړ او وروسته يې څه نور اجرات هم وکړل لکه: د ترکيه څخه د اسلام له منځه وړل ، آذان بندول او په عربي ژبه ليکلو يې بنديز ولګولو او اسلامي نړۍ له يو مصيبت سره مخ شوه ، و لکن و لات حين مناص ! … مګر ډير ناوخته …

د اسلامي عالم زخمونه د هغوی په اسلام او اسلامي خلافت سره جوړيږي.

شاعر احمد شوقي وايي :

يا أُختَ أَندَلُسٍ عَلَيكِ سَلامُ ******هَوَتِ الخِلافَةُ عَنكِ وَالإِسلامُ

نَزَلَ الهِلالُ عَنِ السَماءِ فَلَيتَها*******طُوِيَت وَعَمَّ العالَمينَ ظَلامُ

ای د اندلس خورې تا ته سلام … ستا نه لاړل خلافت او اسلام

سپوږمۍ (اسلام) له آسمانه څخه پرېوته … او عالم تياره شو

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – راجع تحت عنوان: صناعة الزعيم في كتاب “عندما يحكم الطغاة” للدكتور جريشة ،  الناشر: دار الاعتصام ،  مصر.

%d bloggers like this: