روغتیا

جاپان سګرټ څښوونکي په استادۍ نه نیسي؛ موږ به نصواریانو سره څه کوو؟

په جاپان کې حکومت د ۲۰۲۰ نړیوالو المپیک سیالیو لپاره د توکیو ښار د چمتو کولو هڅې پیل کړي.

له دې سره په هم مهاله توګه پوهنتونونو د جاپانیانو د ډېر با فرهنګه ښودلو د عملي ګامونو لپاره اعلان کړی، چې سګریټ څښونکي کسان به نور د استادۍ لپاره نه نیسي.

لومړنی اعلان
د دغه شرط د اعلانولو نوښت د «ناگازاکی» په نوم یوه مشهور پوهنتون کړی.

پوهنتون په یوه اعلامیه کې ویلي،چې هر هغه څوک که غواړي دوی سره استادي ترلاسه کړي، باید وار د مخه سګریټ پریږدي.

د دغه پوهنتون رییس ویلي: هغه استاد، چې د سګریټ په شان خطرناک خو په اسانه پریښودل کیدونکی اعتیاد نه شي پریښودلی، زده کوونکي به ترې څه زده کړي؟

د هرکلي وړ پریکړه
د جاپان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دغې پریکړې هرکلی کړی او ستایلی یې دی.

یاد شوي وزارت ویلي، چې نوموړي پوهنتون غوره نوښت کړی او دوی هڅه کوي، چې دا ډول نوښتونه له قانوني لارو حمایه او پراخ کړي.

د جاپان یو شمېر خلکو، محصلینو او د نیشه یي توکیو ضد فعالانو هم د دغه اعلان تود هرکلی کړی دی.

جاپان او سګریټ
رسمي ارقامو ښودلې، چې د جاپان د پوهنتونونو تر اتیا سلنې پورې علمي کادرونه د سګریټو په استعمال اخته دي.

د نیشه یي توکیو پرضد د مبارزې فعالانو هم غوښتنه کړې، چې پوهنتونونه باید زر له دغه وضعیت څخه خلاص او پکې په سرسخته ډول د سګریټو استعمال منع شي.

افغانستان او نصوار


په افغانستان کې د نصوارو بحث کیدای شي په ډېرو خلکو، حتا تاسې درنو لوستونکو لا بده ولګیږي.

نصوار تر سګریټو لا مردار او خطرناک اعتیاد دی، چې له بده مرغه د افغانستان د نفوسو یوه لویه برخه پرې اخته ده.

د نصوارو استعمال په افغانستان کې لکه د چایو په شان عام او یو ډول فرهنګي ارزښت لري.

په دې اړه به مو لا د نصواریانو عجیب و غریب اصطلاحات هم اوریدلي وي.
لکه: واچوه نصوار، چې خدای دې نه کړي خوار!

جاپانیان، چې د سګریټو خلاف غږ پورته کوي، موږ ته ښایي چې اول له ځانه اصلاح پیل او بیا نور د نصوارو، سګریټو او نورو نیشه یي توکیو نه استعمال ته وهڅوو.

دا توکي هم په اسلامي لحاظ حرام دي، هم زموږ صحت خرابوي، هم مو شخصیت کم راولي او هم اقتصادي او نور زیانونه راته لري.

چې داسې ده، راځئ موږ له خپله منځه د دغو توکیو د استعمال لپاره سره یو او پرضد یې لاس په کار شوو!

%d bloggers like this: