ټیکنالوژي

یو ځوان محکمې کې پر اپل د یو بېلیون ډالرو دعوه کړې

د نیویارک یو ۱۸ کلن اوسېدونکی د اپل پر کمپنۍ د یو بېلیون ډالرو دعوه کړې او تور يي پورې کړی، چې د مخ پېژندنې غلط سافټ وېیر له امله اپل کمپنۍ پرې د غلا تور پورې کړی و، چې له امله يي د پولیسو له لوري نیول شوی هم و.

اوزمان باه د نومبر په ۲۹مه د نیویارک پولیسو له لوري وروسته له هغه چې منهاټن، بوسټن، نیوجرسي او ډېلوېیر کې د اپل له لوري په غلا تورن شو؛ ونیول شو.

د دغه ۱۸ کلن ځوان دعوې کې ویل شوي، چې اصلي غل په بوسټن کې د اپل له څانگې څخه د ۱۲۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د توکو غلا له امله د مې ۳۱، ۲۰۱۸ کې د پولیسو له لوري ونیول شو. نیول شوی غل بیا غلا شوی هویت کارت، چې د باه نوم، ادرس او نور مشخصات په کې و کارولی؛ خو تصویر يي نه دی کارول شوی.

دغه دعوه کې ویل شوي چې کېدای شي دغه کارت د زده کړې هغه جواز وي ،چې څه موده وړاندې ښاغلی باه ورک کړی و. باه یو افریقايي الاصله امریکايی دی.

دغه دعوه کې د اپل کمپنۍ په غفلت، احساساتو ته زیان رسونه، بدنامۍ، سپکاوی، تهمت او تقلب تورن شوی.

په اپل کمپنۍ همداراز تور پورې شوی، چې خپلو څانگو او پلورنځیو کې د څېرې پېژندونکی سافټ وېیر کاروي او خلکو ته په دې اړه څه نه وايي چې له همدې امله خلک له دغه سافټ وېیر څخه بې خبره وي.

که څه هم اپل د قانوني قضیو اړوند نظر نه څرگندوي خو تېره ورځ دغه کمپنۍ وویل چې خپلو پلورنځیو کې د څېرې پېژندونکی سافټ وېیر نه کاروي.

د نیویارک د پولیسو کشفي برخې هم ویلي چې وروسته له هغه چې د اپل کمپنۍ د کامرو وېډیوگانې يي وکتلې، اصلي غل له ښاغلی باه سره هېڅ ورته‌والی نه لري.

د نیوجرسي محکمه وايي چې ښاغلی باه د دغې تور له امله د پوهنتون لومړۍ کال کې جدي ستونزو سره مخ شوی و.

%d bloggers like this: