کلتور او ادب

غزل: راشد اشنا

راشد اشنا

بس په دې ارزې چې دې و نغاړم د ګل په منځ کې
او یا دې پاس پر ټنډه کېږدم د اوربل په منځ کې

خدایزده طالبه زړۀ مې ستا په یارانه ودان دی
رب دې اوږده کړي موده ستا او د اجل په منځ کې

څښتنه روح مې بِلا کیفه ته په خپله واخله
دلته شناخت نه غواړم زما او عزرایل په منځ کې

کاش چې موږ هم د محبت له ژونده څکه وکړو
کاش د نفرت مزي شي پرې د یو او بل په منځ کې

بښنه غواړمه مننه څومره لوی توپیر دی
ستا د یارۍ او زما د دومره لوړ تکل په منځ کې

أخ چې د ارګ پر بام بلال وکړي د فتحې آذان
او سپین بیرغ وهي وزرې د کابل په منځ کې

مینه رسوا شوه چې مې وژړل د زړۀ له درده
راشده نوم دې یو چا واخیست د محفل په منځ کې

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: غزل: راشد اشنا

سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags
%d bloggers like this: