کلتور او ادب

سفر/ اجمل پسرلی

ځوان په غاړه کې پرته غوږۍ پر غوږو کیښوده، له سندرې سره وزنګیده. څنګلورې یې د سرویس له ورسۍ بهر په زرغونو ونو پسې شاته او مخته وکتل. د دوی په کتار کې  دریم ناست کس  د ږیري سپین ویښته ومروړه، راومروړه، سر یې پر کړکۍ کیښود.

ښځې د اوبو د یوه ډنډ له لیدو سره په لوړ غږ واه واه کړل. ځوان ورته وکتل خو له سندرې سره یې یوې خوا بلې خوا پینګې وخوړې. د ورسۍ خواته ناست سړي شاوخوا سترګې وغړولې، بیرته یې پټې کړې.

 بس کیڼ لور ته تاو شو. له کړکۍ راالوتې شمال د ښځې سپین ویښته پر مخ راوستل، دې خپل ګونځي ګونځي لاس پر سر تیر کړ، لکه په موبایل کې چې یو اوږد ایس ایم ایس ژر ژر لولي، سترګې یې د موټر د اړخ پر شیشې تیرې بیرې شوې:

وګوره وګوره

خوبولي سړي بیا سترګې پرانیستې. سپین سارې  لرې په ورښو کې سپین اس ته ګوته ونیوله. سړي بهر وکتل، ښځې ځوان ته وویل:

ته هم ورته وګوره

ځوان د غوږۍ سیم کش کړ، سیم وخوت، د سندرې غږ لوړ شو. زړې ښځې دواړه لاسونه پر غوږو کیښودل، سترګې یې کلکې پټې کړې او د مخ ګونځې یې لکه د کمپیوتر ایکس ایل پروګرام خانه خانه شو.

پراګ

998 total views, 2 views today

سرچینه: تاند

Tags
%d bloggers like this: