کلتور او ادب

غزل – جانان خدرخیل

((د ثور له اوومې/اتمې په تأثر))

‹‹جنګ››

چې اوس نه ورځي په لاس خواږۀ له جنګه
که لوېدلــي د اشــنا باڼۀ له جنګه!؟

نا خبره به تر غشو لاندې راغلم
که هر څومره به مې ځان ساتۀ له جنګه

زاړۀ لاړل، موږ ځوانان پکې راښکېل شو
راځئ! وژغورو دا خپل واړۀ له جنګه

له شهیدو ګودرونو لمبې خېږي
چنارونه دي کاږه واږۀ له جنګه

قومندان به خپل شهید ملګری خرڅ کړ
بورې ‹‹مور›› به یې تندی واهۀ له جنګه

د هغه یې څۀ، چې څوک شوله سرتوره
د دۀ ‹‹ښځې›› ته ورتلل رانجۀ له جنګه

غنیمت به یې ټیکری و د ‹‹ورېندارې››
ځوان به داسې توریالی راتۀ له جنګه

“خدرخېله” د هغو بچي دې مړه شي
چې لا هم نه دي ساړۀ، ماړۀ له جنګه

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: غزل – جانان خدرخیل

سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags
%d bloggers like this: