نظر او تحلیل

د ګډو ځواکونو په وحشت سره به طالبان اوربند ته اماده شي؟

یاسر افغان

په ورستېو کې دطالبانو او امریکایانو ترمنځ څو پر له پسې ناستی تر سره شوې، چې د افغان اولس ورته له بل هر وخت هیله مندي زیاته شوه، خو لاهم دیادو ناستو کره جزئیات نه دی په ډاګه شوې خو هر لوري دیادو مذاکراتو دپرمختګ او خوشبیني خبر ورکوی.

دسولې لپاره دامریکا خاص او ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد وخت نا وخت پخپلو ټویټونو کې د اوربند یادونه کوی، اوپه طالبانو غږ کوی چې اوربند ته غاړه کیږدې، په ورته وخت کې په ځینو ولایتونو کې دکابل ادارې له لوري پلان شوې لاریونونه او دکابل دادارې له لوري په اصطلاح دعلماؤ غونډې هم په لاره اچول شوې، چې څو تنه محدود اوګوته په شمار کسان پکې ګډون لري، او داوربند اوجنګ بس کړئ شعارونه بدرګه کوي.

دامریکایانو او دکابل ادارې بله هڅه دا ده، چې په اولس دبمبارېو، شپنیو، چاپو او وحشت له لارې طالبان اوربند ته اماده کړي، چې د ورستیو وحشتونو چاپو بمباریو ېي اولس شاهد ده چې په میدان وردګ ننګرهار پروان اوګڼو نورو ولایتونو کې ېي شپني عملیات کړی، لسګونه بې دفاع هیواد وال ښځي او ماشومان ېي په شهادت رسولي، کورونه او دکانونه ېي ورته په بمونو او بمبارېو کې ویجاړ کړی، چې وروسته قهرجن لاریون کوونکی دخپلو شهیدانو له جسدونو سره را وتلي او دخپل مظلومیت غږ ېي اوچت کړی.

هرشپه ورته وحشتونه جنایتونه ترسره کیږي تیره شپه هم ګډو ځواکونو دفراه ولایت دبکوا ولسوالۍ اړوند په یوه بازار چاپه وهلي دکانونه ېي لوټ کړی، وروسته ېي یاد بازار اوپکی ولاړو وسائطو ته اور ورته کړی هیواد والو ته ېي میلونونه افغاني ځاني زیان اړولي دي.

داټول ناوړه جنایتونه او وحشتونه اشغالګر اوګډ حکومت په طالبانو باندې دفشار په توګه ترسره کوی تر څو طالبان اوربند ته اماده کړي، خو پداسې ناوړه وحشتونو سره به هیڅکله طالبان اوربند ته اماده نشي، ځکه طالبان واېي چې په لومړیو ناستو کې زمونږ له امریکاېي جهت سره دبحث اجنډا دبهرنیو ځواکونو وتل، اوله افغانستانه بل هیواد ته نه خطر پیښیدل دي.

د اوربند موضوع خو  ورستنۍ ده دغه راز طالبان هر وخت پخپلو اعلامیو کې په ډاګه واېي چې د جګړې عوامل امریکاېي اشغالګر دی، چې تر څو امریکاېي اشغالګر وي اوله افغانستانه په یو مخیز ډول وتلي نوې د دوي په ضد به زمونږ مقدس جهاد ادامه لري.

وحشتونه، جنایتونه، ظلمونه، نفرت زیګوي په بې دفاع اولس په ښځو ماشومانو، سپینګیرو، محصلینو، مساجدو، مدارسو، عامه شتمنېو، چاپې وهل ياېې هدف ګرځول، داکومه میړانه نده دابه لا نور هم د طالب مټې مظبوطې کړي د طالبانو دحاکمیت نقطې به لا پراخه کړي د ګډ حکومت د ظلم ټغر به ورټول او اسلامي نظام به حاکم کړئ.

The post د ګډو ځواکونو په وحشت سره به طالبان اوربند ته اماده شي؟ appeared first on کابل ټکی کام.

دا مطلب د کابل ټکی کام څخه کاپي شوی:ااصلي مطلب دلته موندلائ شئ: د ګډو ځواکونو په وحشت سره به طالبان اوربند ته اماده شي؟.

سرچینه: کابل ټکی کام

%d bloggers like this: