نظر او تحلیل

د مذاکراتو د شپږم پړاو پيل او د ولسمشر د سولې ضد کړنې!!

څارګر احمدزی

دا چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په رسنيو کې خبر خپور کړی چې نن به د طالبانو او امريکايانو تر منځ د سولې اړوند د مذاکراتو شپږم پړاو د قطر په پلازمېنه (دوحه) کې پيل کېږی.

د طالبانو او امریکايانو تر منځ د مذاکراتو په تړاو دا پنځم پړاو دی چې تر اوسه پورې لا هم پر کومه موضوع هوکړه نه ده شوې، دا چې طالبانو د خبرو اترو په پيل کې هم ويلي وو چې له امريکايي لوري سره يې خبرې پر دوو موضوعاتو راڅرخي چې يوه يې له افغانستان څخه د يرغلګرو د قواوو وتل  او بله يې بيا امريکا ته د افغانستان له خاورې څخه په راتلونکي کې د خطراتو نه پېښول دي، خو امريکايانو بيا د مذاکراتو په اړه بېلابېل تشويش اچوونکي خبرونه او اعلاميې خپرولې، کله به يې ويل چې له طالبانو سره د اوربند پر سر خبرې اترې روانې دي، کله به يې ويل چې طالبانو سره په دې خبرو لګيا دي چې څنګه کولی شي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي؟

لنډه دا چې امريکايانو په خپلو ګډوډو اعلاميو باندې خپل رسنيز حيثيت له لاسه ورکړ او اوس چندان د رسنيو په ميدان کې دومره اعتبار نه لري.

راځو دې ته چې له کومه وخته چې د طالبانو او  امريکايانو تر منځ د سولې په تړاو مذاکرات پيل شوي دي له هغه وخته ولسمشر غني د دې مذاکراتو د سبوتاژ کولو لپاره په خپل ټول قوت هلې ځلې کوي، چې د دې هلو ځلو له جملې څخه يې لومړۍ دا وه چې کله چې طالبانو او امريکايان د امريکايي پوځيانو د وتلو پر سر هوکړې ته نږدې شول نو ولسمشر غني ټرمپ ته د يوه خط د لېږلو په ترڅ کې وويل چې له افغانستان څخه بايد پوځونه ونه باسي.

کله چې ټرمپ د ولسمشر غني دې ليک ته چندانې اعتنا ونه کړه نو دا ځل ولسمشر غني په يوه څه غټ اقدام لاس پورې کړ او هغه دا چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته يې شکايتي ليک ولېږلو چې د طالبانو په استازو خو امنيت شورا بنديز لګولی وو نو نن څنګه دوی هر هېواد ته ازاد سفر کولی شي؟

کله چې دې ليک هم کار ورنه کړ نو په دريم ځل ولسمشر غني بيا ټرمپ ته يو تفصيلي ليک ولېږلو چې که چېرته ټرمپ له افغانستان څخه پوځيان ونه باسي نو دی به په افغانستان کې هر ډول مصارف راکم کړي.

خو لنډه دا چې په دې ليک لېږلو هم ونشوه، نو په قطر کې چې د قطر هېواد په کوربه توب کومه بين الافغاني غونډه يا کنفرانس اعلان شو،  د هغه د سبوتاژ کولو لپاره يې د دوه نيم سوه کسانو لېست خپور او د دې کسانو د ټاکلو لپاره د حکومت په ټولو ادارو کې يو ډول ناندرۍ پيل شوې، چې د دې له وجې هغه کنفرانس هم لغوه شو.

خو کله چې په پوتنيو ټولو مخالفتونو باندې د مذاکراتو بهير ونه ځنډېده او نه يې هم ولسمشر ته څه ګټه ورسوله نو يې د خپلو کمپايني او ټاکنيزو موخو لپاره د خپل واک د اوږدېدلو لپاره يوه لويه مشورتي جرګه اعلان کړه چې دا دی تر اوسه پورې روانه ده، د دې جرګې مشري يې استاد سياف ته ورکړه او له پيل کېدلو سره سم يې د مشرۍ د ټاکلو پر سر او نورو موضوعاتو پر سر ډېرې زياتې ناندرۍ راولاړې شوې چې لفظي شخړې هم پکې وشوې، د شنونکو له نظره په دې جرګه کې ان تر دې چې په ګډونکوونکي يې يو بل ته په کنځلو او بدو يادولو هم سرفه نه کوي.

او په دې جرګه کې د سولې پر ضد تر ټولو مهم پواينټ دا چې که چېرته کوم څوک د سولې شعار وړاندې کړي او يا هم د ولسمشر په کومه خبره يا کوم عمل اعتراض ولري هغه په ځغرده د غونډې له تالاره وېستل کېږي.

نو ځکه ويلای شو چې په حقيقت کې د سولې لپاره رښتينې هلې ځلې هغه دي کومې چې طالبانو له امريکايانو سره روانې کړي دي، نه هغه هلې ځلې چې ولسمشر غني يې تر سره کوي او سوله پرې سوتاژ کوي.

The post د مذاکراتو د شپږم پړاو پيل او د ولسمشر د سولې ضد کړنې!! appeared first on کابل ټکی کام.

دا مطلب د کابل ټکی کام څخه کاپي شوی:ااصلي مطلب دلته موندلائ شئ: د مذاکراتو د شپږم پړاو پيل او د ولسمشر د سولې ضد کړنې!!.

سرچینه: کابل ټکی کام

%d bloggers like this: