ټولنیزي لیکنې

هوښیار انسانان چیري دي؟ | زبیر افغان

چې کوشنی وم، له ملایانو به مې اورېدل چې انسان اشرف المخلوقات دی. کله چې لیږ را لوی شوم، کتابونه مې لوستل، راډیو مې اورېده، مجلې مې کتلې او له لوستو کسانو سره به بانډارو کې شریکېدم؛ بیا به مو د انسان د پوهي، خدمتونو، استعداد، ځانګړتیاوو، عدالت، ښو خویونو، شرافت او دې ته ورته نورو ښو صفاتو خبرې اورېدې، لوستې او کتلې مو. زموږ چاپيریال داسي وو چې د (ولي) کلیمه پکې چا نه کاروله، دا ټولې خبرې مو لېدلې/اورېدلې؛ خو د انسان په لاس روان وحشت ته مو نه کتل، د انسان په لاسونو چې د انسان تاریخ خراب شوی هغه ته مو پام نه کاوه، هغه ظلمونه چې یوازي انسان پر انسان کړي دي، دې ته مو فکر لا نه کېده چې انسان که دا ټول ښه صفات لري، نو دا کارونه چا کړي دي؟ د دې کارونو د کولو مهال د انسان هغه لوړ ښه خویونه چيرته ورک وي؟

انسان چې د ټیکنالوجي په ډګر کې څومره هم پرمختګ کوي، هغونه خپل ځان ته د ابدي زوال کنده کیندي. د انساني پرمختګونو له امله د دوو نړۍ والو جنګونو پر مهال چې څومره انسانان ووژل شوو، ممکن تر ټیکنالوجي مخکې په سلو کلونو کې هم دومره لوی تعداد نه وي وژل شوي، دا هوښیار ده که د ځان تباهي؟

انسانان کمپنۍ جوړوي چې نورو انسانانو ته سهولتونه پيدا کړي، خو په دې کمپنۍ کې مزدور انسان به هيڅ ډول سهولت نه لري، د کمپنۍ د مالک له لوري به تر ظلم لاندي وي، تنخا به يې پر وخت نه ور کوله کېږي، په داسي حال کې چې دا شتمن به د دې کسانو په مالي حالت خبر وي، مګر د دې پر ځای چې مرسته ورسره وکړي نور يې هم زبيښي. دلته د انسان هغه ښه خویونه او صفات چا له انسان کښلي وي؟ او د کمپنۍ اصلي موخه هم د خپل ځان شتمني زیاتول دي، نه اصلا خدمت

دا اوس په نړۍ کې له لس سلنه کسانو سره دومره سرمایه شته چې د نړۍ نور پنځوس سلنه کسان يې نه لري او حتا په دونیا کې ځيني انسانان له لوږې او تندې مري، د مرض پیسې نه لري، سر پنا نه لري، د شپې تیر لپاره يې د سمندر ماهیان خوري، خو شتمن انسان د خپلې دونیا کمه برخه هم د دې انسانانو د ژغورل کېدا لپاره ونه لګوله؛ دې ته د هوښیارۍ نوم مناسب دی او که…؟

په نړۍ کې نن لوی کاروبار د وسلو دی، موږ له رسنیو څخه اورو چې د نړۍ کمزوري هیوادونه سترو قدرتونو په جنګ سره اچولي چې خپلې وسلې پر خرڅې کړي او په مفته کې د هغو هیوادونو له هر ډول سرچینو اسفتاده وکړي، دا وسلې د چا لپاره جوړېږي؟ انسان يې د انسان د وژلو او نابودۍ لپاره نه جوړوي؟ د همدې اسلحو له امله انسان او ځمکنۍ کرې ته څومره زیان رسېږي؟ یوځل يې د جوړېدا مهال دودونو اسمان پر سر اخیستی وي، بیا د استعمال مهال د هوا د خرابېدا او ګرمېدا سبب کېږي چې دا يې په اوږده مهال کې ستر خطر دی؛ اما فعلا يې انسان ته زیان دادی چې وژني يې، په دې تجارت کې ځيني انسانان ګټه کوي او لوی شمېر يې قرباني وي، دلته د هوښیارۍ څرکونه چیري مالومېږي؟

انسان د خپل ځان د چاغېدا لپاره د ځمکې پر سر او نس کې ټول شته کاروي، له دې وجې د ځمکې حالت ورځ تر بلې خرابېږي، د هوا خرابي او ګرمېدا به اخیر د انسان د نابودۍ سبب کېږي، مګر انسان له دې حقیقته غافل هر وخت د خپل جیب فکر کوي چې لیږ يې نور هم وپړسوي؛ د ځنګلونو ورځ په ورځ کمی دا خطر نور هم زیاتوي او د انسانانو زیاتوب هم ستونزې ایجادوي، اما دا هر څه د انسان وړاندوینه ده خو بالمقابل يې داسي کارونه کوي لکه هيڅ چې نه پوهېږي!

زموږ په وطن کې ټول خلګ پوهېږي چې اوبه کمېږي، کارزیونه وچېږي، چینې ختمې شوې، خلګ باوړۍ ته مجبور شول، بارانونه دا څو کلونه کم وو؛ تر دې هر څه وروسته بیا هم خلګ اوبه بې خایه کاروي، باوړۍ ټوله ورځ چالانده وي او اوبه يې ضایع کېږي، بندونه نه تړل کېږي، سیندونه مو نورو هیوادونو ته بهېږي، څنګلونه پرلپسې پسي ریبل کېږي او جنګ هم په شدت روان دی چې دا ټولې کړنې مو هم په تدریجي او هم سمدستي هلاکوي، لاکن موږ يې په افتخار کوو؛ ایا په دې ټولو کارونو کې د هوښیارۍ کوم څرک هم مالومېږي!؟

په مجموع کې انسان له لوږې ډارېږي، د همدې لپاره تل هڅاند وي، شخړې او ناغېړۍ هم د اقتصاد له امله راپيدا کېږي؛ اما که انسان د هغه نیمايي مصارف چې د جنګ، برلاسي او خیالي دوښمنیو لپاره يې کوي، د انسان د مړولو په خاطر وکړي دا ټول مشکلات به حل وي او له تدریجي و سمدستي بدمرغیو به يې ځانونه خوندي کړي وي؛ انسان ولي د اسانه لارې پر ځای سخته لار غوره کړې ده؟ دا د هوښیارۍ پریکړه ده که …؟

606 total views, 1 views today

سرچینه: تاند

%d bloggers like this: