روغتیا

ایا غواړئ هېڅکله په سرطان اخته نشئ؟

سرطان د نړۍ له هغو وژونکو ناروغیو څخه ده، چې درملنه يي ستونزمنه او ډېره گرانه ده او هېڅ انسان نه غواړي په دې ناروغۍ اخته شي.

امریکا کې په یوې نوې ترسره شوې څېړنې کې ادعا شوې، چې مناسب وزن او په ورځني  ډول فزیکي فعالیت د تل لپاره انسان له دغې وژونکې ناروغۍ ژغورلی شي.

دغې څېړنې کې چې د امریکا په هوپکنز پوهنتون کې ترسره شوې، ویل شوي چې مناسبه اندازه وزن او ورځنی  فعالیت په سرطان د اخته کېدو یا د دغې ناروغۍ  له امله د مړینې خطر کې د پام وړ کمی لامل گرځي.

دغې څېړنې کې موندل شوې چې فزیکي فعالیت د سږو د سرطان خطر ۷۷ سلنه کموي او په ورځني  ډول ورزش د کولمو د سرطان له امله د مړینې خطر تر ۸۹ سلنې پورې کمولی شي.

د دې څېړنې پر بنسټ فزیکي فعالیت او ورزش زړه، سږي او د بدن دفاعي سیستم پیاوړي کولو سره د سرطان د مختلفو ډولونو خطر کموي او په دغه ناروغۍ د اخته کېدو په وړاندې خنډ گرځي.

څېړونکي وايي چې د ورزش پایله کې د بدن پړسوب چې د سرطان د مختلفو ډولونو لامل گڼل کېږي کمېږي.

څېړونکو همداراز دغې څېړنې کې ویلي چې دغه څېړنه د خپلې بڼې تر ټولو ستره څېړنه ده چې په کې د مناسب وزن، ورزش او سرطان ترمنځ اړیکې څېړل شوي.

د دغې څېړنې څېړونکي وايي چې د ورزش او فزیکي فعالیت بې شمېره روغتیايي گټو سربېره بیا هم په مېلیونونه انسان په اوونۍ کې دوه نیم ساعته ورزش هم نه کوي او په کور کې په ناستې عادت دي چې دغه عادت بیا د عادي او وژونکو ناروغیو لامل گرځي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */