ټیکنالوژي

د انر۲۰ د ارزان بیه بڼې ځانگړنې او بیه

په دې وروستیو کې د نړۍ د ځیرکو موبایلونو ټولې مشهورې کمپنۍ د پېرېدونکو جذبولو لپاره د خپلو ځیرک موبایلونو ارزانه بڼه هم وړاندې کوي.
د ارزانې بڼې وړاندې کولو موخه د منځني یا لږ عاید لرونکو کاروونکو جذبول وي.

که څه هم د انر۲۰ پیاوړې او پرمختللې بڼه به د مې په ۲۱مه معرفي کېږي؛ خو د دغه ځیرک موبایل ارزان بیه بڼه چې انر۲۰ لایټ نومول شوی ځینو هېوادونو کې خرڅلاو ته وړاندې شوی.

د انر۲۰ لایټ بیه ۲۴۹ پاونډه (۲۵۲۷۰ افغانۍ) ټاکل شوې او اوسمهال انگلینډ، اروپا، هندوستان او یو شمېر نورو سویلي اسیايي هېوادونو کې خرڅلاو ته وړاندې شوې.

دغه ځیرک موبایل کې سېلفي لپاره ۳۲ مېگاپکسله وړتیا لرونکې کامره ځای پر ځای شوې چې په مصنوعي ځیرکتیا سمبال دی. شاتنۍ برخې کې درې کامرې لري چې اصلي کامره يي ۲۴ مېگاپکسله، دوهمه کامره يي ۸ مېگاپکسله سوپر وایډ اېنگل کامره او درېیمه کامره يي ۲ مېگاپکسله وړتیا لرونکې ډېپت اسېسټ سېنسر دی.

دغه ځیرک موبایل ۴۸۰ اېف پي اېس باند د سلو موشن وېډیو ثبتولو وړتیا هم لري.

د انر۲۰ لایټ مهمې ځانگړنې:

• ۶٫۲۱ انچه مخ‌پاڼه (۲۳۴۰*۱۰۸۰ فویل اېچ ډي ریزلوشن)،
• ۴۱۵ پي پي ای،
• ۴ گېگابایټ رم،
• ۱۲۸ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا،
• ۳۴۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ،
• کېرن ۷۱۰ ډوله پروسېسر،
• د گوتې نښې سېنسر.

%d bloggers like this: