نظر او تحلیل

دا څرخېدونکی اسمان سخت زما خلاف روان دی!

محمدرحیم سکندر

وایي چې عقدیي شوی یې، نو دا عقده لۀ کومه پیدا کېږي؟
تۀ به د طالب پرونی برید ور سره غندې، د قلم جار نېول به غندې، خو که ترهګرې امریکا او غلام ارګ په تش لاسي ولس، اردو او ښوونکو چاپې او بمبارونو کول، ځکه به سوڼ نۀ وهي چې د حیواني خدایانو(!) د بنده‌ګۍ بې احترامي کېږي.

پرون یې ننګرهار کې هغه ښوونکی او عالم وژلي چې زمونږ ماشومان یې روزل او د حکومت لۀ هرې چارې یې کلک ملاتړ کاوۀ. لۀ دې وړاندې یې حصارک کې د هغه سرتېري ۱۲ غړي بمبار کړل چې وردګو کې طالب ته سنګر کې ناست و.

که د طالب بریدونه د سولې خنډ ګرځي، نو د حکومت مسلسل بمبارونه او وحشي چاپي شل وارې خنډېږي، ځکه حکومت ته ولس د سر په بیه کمپاین کړی او رایه یې ورکړې، خو برکس طالب ته نۀ چا رایه ورکړې، نۀ کمپاین او نۀ یې سپین بیرغ په کور لګولی.

تاسو لۀ توجیې څۀ تشناب کاغذ جوړ کړی، چې کندزۍ مور د خپل زوی پر وړاندې د عامه نظم ساتونکو بربنډه او دنیا ته یې وشرموله، هلمندۍ میندې خارجیانو بوتلې او ارګ ته سجده‌کوونکو دهشتګرې وبللې، خو بېرته ستاسو خدای(!) امریکا بې ګناه وبللې.

بګرام کې یې په سور سیخ ګلالي ځوانان په شکنجې سره شهیدان کړل، ارزګان او لوګر کې یې سورخولي ماشومان او ناوې‌جانې ښځې بمبار او شهیدان کړل. لۀ امنیتي تړون وروسته په بدبخته ولس کوم ظلم دی چې نوښت نۀدی په‌کې شوی او لۀ امنیتي تړون وروسته کوم پاکستانی برید دی چې امریکا یې د ملاتړ پر ځای ړندوونکی ځواب ویلی؟ د ملي وحشت حکومت روان ظلمونه والله که نور کلونه دوام وکړي. د طالب دوره چا اټکلوله چې پای به مومي؟

زۀ په دې نۀ وېرېږم چې یو طرفه ظلم او طرف داري یې روانه ده، په دې وېرېږم چې همدا حکومتي پلویان به سبا په همدې لۀ ګېس کاټره تېرېږي چې د حکومت هرې ناروا ته یې توجیې لټولې او په بل هېڅ ناموس یې شرم او رحم نۀ کاوۀ.

که تاسو همداسې دپې خولې ګرځوئ، سبا ستاسو تر کوره یا حکومت او یا یې مخالف اور در وړي او د کور پرده مو سوځوي، بدې بېلګې مې پاس ولیکلې چې حکومت پلوو ته حکومت بې‌شرمۍ ورورسولې.
ولې په دې وروستیو کې طالب زیات شو؟
عقدې به ولې نۀ زېږي!؟

ځکه چې عام او بې‌چاره ولس سره بې سببه ظلم وشو او قلموالو د پنځو پیسو په خاطر وخو خود نۀ غاندۀ چې اضافه یې توجیهات وړاندې کړل او په خوښۍ یې شمعې بلې او اور بتۍ یې اسمان ته وډزولې.

زما دا شک په یقین بدل شوی چې د اسرائیل او شیطان اولاد پښتو زده کړې، کابل کې یې درې دفترونه ورته نېولي او د افغاني ناموس بې پتۍ او بربادۍ ته روا وایي.

توف شه د خپل عزت او د بل بې‌عزتۍ لپاره په یو طرفه قلم.

دښمن ته وارخطا نۀ وو لۀ خپله وېرېدل

چې ناست وو په مرچل کې یو لۀ بله وېرېدل

دروېشه جابر یو و او ځپلی ولس ډېر

خبر نۀیم دا ډېر لۀ یوۀ څله وېرېدل

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: دا څرخېدونکی اسمان سخت زما خلاف روان دی!

سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags
%d bloggers like this: