روغتیا

امېدوارۍ پر مهال دغه خواړه خوړول ماشوم ذهین کوي

ایا غواړئ چې ذهین ماشومان ولرئ؟ په هسپانیه کې یوې نوې ترسره شوې څېړنې ثابته کړې چې د امېدوارۍ پر مهال وچې مېوې خوړل ماشوم ذهین کوي.

په بارسلونا کې د نړیوالې روغتیا انستیتوت دغې څېړنې کې د ۲۲۰۰ هغو مېرمنو چې ماشومان يي اتو کلونو څخه زیات عمر درلود اړوند معلومات ټول او څېړل شوي.

دغې څېړنې لپاره هغه میندې انتخاب شوي چې د امېدوارۍ لومړنیو ۱۲ اوونیو په جریان کې يي په اوونۍ کې درې ځلي یا هغې څخه زیات وچه مېوه کارولې وي.

له پایلو څرگنده شوه چې د هغو ماشومانو ذهني فعالیت، د پاملرنې متمرکز کولو وړتیا او یادداشت د هغو ماشومانو په پرتله چې میندې يي د امېدوارۍ لومړنیو دریو میاشتو کې وچه مېوه نه وه خوړلې ډېره پیاوړې وه.

څېړونکي په دې باور دي چې وچې میوې کې شته گټور مواد لکه فولک اسید او د اومېگا ۳ او اومېگا ۶ په څېر غوړ اسیدونه د مور په گېډه کې د ماشوم وده کې د پام وړ رول لوبوي.

د وچې مېوې خوړلو عادت د وینې فشار او شکرې ناروغۍ خطر کې د پام وړ کمی لامل گرځي. له دې سربېره دغه خواړه په منځنۍ عمر کې د ذهني فعالیتونو د کمزوری کېدو مخه نیسي.

خو دا لومړنۍ څېړنه ده چې د امېدوارۍ لومړیو دریو میاشتو کې د وچې مېوې کارولو او د ماشوم ذهني وړتیا ترمنځ اړیکه تر څېړنې لاندې نیسي او مثبتې پایلې ته رسېږي.

د څېړونکو په وینا د امېدوارۍ په لومړیو دریو میاشتو کې غوزان، بادام، ممپلۍ او دې ته ورته نورې وچې مېوې کارول ماشوم ذهین کوي او ذهني وړتیاوې يي غښتلي کوي.

څېړونکو همداراز موندلې چې دغې گټې ترلاسه کولو لپاره امېدوارې ښځې باید په اوونۍ کې درې ځلي یوازې ۳۰ گرامه وچه میوه وخوري.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: