روغتیا

نوې څيړنې: خرما هم غذا هم دوا ده

نوې څیړنې د خرما غذايي ارزښت او د سرطان د ناروغۍ په وقایه کې د هغې رول تائیدوي .
خرما آزاد رادیکالونه کنترولوي او د هغو له امله دمالیکولي تخریب مخه نیسي .
د څیړونکو په اند د عربستان په ټاپو وزمه کې د شیریانونو د تصلب ، سرطان او یو شمیر نورو ناروغیو د لږ والي لامل چې اټکل کیږي د آزادو رادیکالونو له امله وي ، ښايي د دې سیمې د خلکو له خرما څخه دډیرې ګټې اخیستنې پایله وي .
په خرما کې شته ترکیبات د سوپر اوکسدانت رادیکالونو د بشپړو له منځه وړلو وړتیا لري همداراز خرما د مزمنې یا دایمي ستړیا او د وینې د لږ والي مناسبه درملنه ګڼل کیږي .
خرما په تیره وچ ډول ېې د اوسپنې او پوتاشیم غني سر چینه ګڼل کیږي .
همداراز خرما د ويټامین B1،B2، B6 او B12 مهمه مببع ګڼل کیږي چې د عصبي سیستم د روغتیا او شب کورۍ یا د شپې له ړوندوالي څخه د مخنیوي لپاره مهم ګڼل کیږي .
نوې څیړنې ښيي خرما د اشتها په راوستو ،د خولې او شنډو په روغتیا او د ځګر او ګوردو یا پښتورګو په پاکوالي کې مهم رول لري .
خرما د سږو پړسوب کموي او د ټوخي په نرمیدو کې رول لري .
څیړونکي وايي میندې هم باید د ماشوم له زیږولو وروسته خرما وخوري .
نویو څيړنو ثابته کړې د خرما ځوښا یا شیره د پوښتورګو د تیږو په لرې کولو او د ګردې په ناروغیو کې ګټوره ده .
ټولې میوې باید تازه او په خپل موسم کې وخوړل شي خو خورما داسې میوه ده چې تل تازه ګڼل کیږي یعنی هر وخت پوره ویټامین او د غذايي ارزښت لرونکي مواد لري .

The post نوې څيړنې: خرما هم غذا هم دوا ده appeared first on کابل ټکی کام.

دا مطلب د کابل ټکی کام څخه کاپي شوی:ااصلي مطلب دلته موندلائ شئ: نوې څيړنې: خرما هم غذا هم دوا ده.

سرچینه: کابل ټکی کام

%d bloggers like this: