روغتیا

د لوبیا ځینې مهمې او ژوند ژغورونکې روغتیايي گټې

لوبیا

لوبیا بې شمېره روغتیايي گټې لري چې له همدې امله باید د ورځني خوړو اړینه برخه وي. لوبیا د فایبر غوره سرچینه ده او کولېسټرول ټیټولو سربېره نورې ډېرې گټې هم لري. بله ځانگړنه یې دا ده چې مختلفې بڼې لري چې هره بڼه يي جلا خوند لري.

دلته مو د لوبیا له یو شمېر مهمو او ژوند ژغورونکو روغتیايي گټو سره اشنا کوو:

۱- د زړه د ناروغیو مخه نیسي

زیاتو څېړنو ثابته کړې چې هغو کسانو کې چې د لیگوم کورنۍ خواړه کاروي د زړه په ناروغۍ د اخته کېدو خطر ډېر لږ وي. په لوبیا کې فیتوکېمېکلونه موجود دي چې د زړه ناروغیو څخه خوندیتوب کې د پام وړ رول لوبوي.

۲- د سرطان خطر کموي

شنه لوبیا د فلونایډ په نوم انټي اکسېډنټ لري، چې دغه انټي اکسېډنټ د کوېرسېټین او کایمفېرول غوره سرچینه بلل کېږي.
د استرالیا په ډایکن پوهنتون کې ترسره شوې څېړنې ثابته کړې چې دغه دوه مرکبات د سرطاني حجراتو د ودې په مخنیوي کې د پام وړ مرسته کوي.

۳- د کولېسټرول (د وینې مضر غوړ) کچه ټیټوي

لوبیا حلیدونکی فایبر لري چې د وینې ناوړه کولېسټرول کنترولولو کې مرسته کوي. له دې سربېره، فیتوستېرول او سپونین هم لري چې د ناوړه کولېسټرول کچه ټیټوي.

څېړنو ثابته کړې چې په ورځ کې ۱۰ گرامه حلېدونکی فایبر د وینې د مضر کولېسټرول کچه تر ٪۱۰ پورې ټیټوي.

۴- د هډوکو تراکم غوره کوي

شنه لوبیا په زیاته اندازه سلېکان نومې منرال لري چې دغه منرال د هډوکو روغتیا سره نیغه اړیکه لري. څېړنو ښودلې چې شنه لوبیا کې شته سلېکان په اسانۍ سره بدن کې جذبېږي او د هډوکو روغتیا ساتي.

۵- وزن کمولو کې مرسته کوي

فایبر د انسان د لوږې احساس له منځه وړي چې له همدې امله له اندازې زیات خواړه خوړلو څخه انسان را ګرځوي. لوبیا کې شته فایبر په دوامداره توگه بدن ته انرژي ورکوي او د لوږې احساس په ختمولو سره د وزن کمولو کې مرسته کوي.

۶- د شکرې ناروغۍ مدیریت

لوبیا د شکرې ناروغانو لپاره پیاوړې خواړه بلل کېږي. لوبیا کې شته مناسبه اندازه پروتین او پیچلي کاربوهایډرېټونه په ورو او دوامداره توگه د بدن د اړتیا وړ گلوکوز تأمینوي.

۷- هاضمې لپاره گټور دی

لوبیا د حلېدونکي او نه حلیدونکی فایبر لرلو له کبله د هاضمې سیستم روغ او فعاله ساتي. د فایبر دغه ډولونه د قبض ناروغۍ مخنیوی کوي.

%d bloggers like this: