لوبې

د فخر زمان پیاوړې توپ وهنه پاکستان له ماتې ونشو ژغورلی

د پاکستان او انگلینډ تر منځ د پنځو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو دوهمه لوبه د انگلینډ په بریا پای ته ورسېده. پاکستان دغې لوبې کې په ۱۲ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه پاکستانۍ لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

انگلینډ ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د پیاوړې توپ وهنې پایله کې ۳۷۳ منډې جوړې کړې او پاکستان ته يي د ۳۷۴ منډو هدف وټاکه.

انگلینډ لپاره بټلر تر ټولو پیاوړې او چټکه توپ وهنه وکړه. نوموړی په یوازې ۵۵ توپونو د شپږو څلوریزو او نهو شپږیز په مرسته ۱۱۰ منډو جوړولو سره ناسوځېدلی پاتې شو. رای په ۹۸ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۸۷، مورگن په ۴۸ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۱ ناسوځېدلې منډې، جاني بېیرسټو په ۴۵ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۵۱ او روټ په ۵۴ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره هم ښه وځلېدل.

پاکستان لپاره شاهین افریدي، حسن علي او یاسر شاه یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې پاکستان ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د فخر زمان پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۳۶۱ منډې جوړې کړې او په ۱۲ منډو يي ماتې وخوړه.

پاکستان لپاره فخر زمان په ۱۰۶ توپونو د دولسو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۱۳۸ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. بابر اعظم په ۵۲ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۵۱ او اصف علي په ۳۶ توپونو د دوو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۵۱ منډو جوړولو سره هم ښه وځلېدل.

انگلینډ لپاره ویلي او پلنکېټ دوه دوه او ووکس، معین علي او عادل رشید یوه یوه وېکېټه واخیسته.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: