ټیکنالوژي

نوی افشا شوی تصویر د راتلونکي ایفون ډیزاین افشا کړ

اپل کمپنۍ په ۲۰۱۹ کې هم د هر کال په څېر خپل نوي ځیرک موبایلونه معرفي کوي او افشا شوي معلومات ښيي چې اپل به دا ځل هم د ایفون درې مختلفې بڼې وړاندې کړي.

له دې وړاندې هم د راتلونکو ایفونونو ځینې ځانگړنې او ډیزاین اړوند معلومات افشا شوي ول ، خو په دې وروستیو کې د راتلونکو ایفونونو لپاره د جوړ شوو پوښونو تصویر نشر شوی چې د دغو ځیرکو موبایلونو بشپړ ډیزاین په کې ښودل شوی.

دغه افشا شوی تصویر ښيي چې د راتلونکو ایفونونو اړوند پخواني افشا شوي معلومات سم ول او دغه ځیرک موبایلونه به شاتنۍ برخې کې درې کامرې ولري چې یوې مربع ډوله جوړښت کې به ځای پر ځای شوي وي.

دا به لومړی ځل وي چې اپل خپلو ځیرکو موبایلونو کې درې کامرې ځای پر ځای کوي. د راتلونکو ایفونونو ارزان بیه بڼه به یوازې دوه کامرې ولري.

د افشا شوو معلوماتو پر بنسټ راتلونکو ایفونونو کې به دوهمه کامره د تصویر نژدې کولو او درېیمه کامره الټرا – وایډ وړتیا لرونکی لېنز وي.

وروستي معلومات ښيي چې اپل به دغو ځیرکو موبایلونو کې خپل نوی او تر ټولو پرمختللی پروسېسر A13 کاروي. د دغه پروسېسر ځانگړنې نه دي په ډاگه شوي خو تولید يي پیل شوی دی.

د ایفون مینه‌والو ته نهیلي کوونکی خبر دا دی چې سږکال به ایفون یو ځل بیا له پخواني ډیزاین سره وړاندې شي. افشا شوي معلومات ښيي چې راتلونکو ایفونونو کې تر ټولو ستر بدلون د درې کامرې کارول دي او د ډیزاین په برخه کې هېڅ کوم توپیر نه تر سترگو کېږي.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: