روغتیا

دغه خواړه د معدې تېزابیت درملوي

د معدې تېزابیت یو له عامو روغتیايي ستونزو څخه ده او هغه مهال چې د معدې تېزاب د خوړو نل ته پورته کېږي، رامنځته کېږي.
د ورځني ژوند او خوړو ځینې عادتونه هغه څه دي چې د دغې ستونزې لامل گرځي.

دلته مو له یو شمېر هغو خوړو او مشروباتو سره چې دغه ستونزه اوارولی شي اشنا کوو:

۱- کېله

کېله خپل ترکیب کې پوتاشیم لرلو له امله د معدې تېزابیت لپاره غوره درمل گڼل کېږي. کېله د معدې په پردو کې لعاب پیدا کوي او په دې ډول بدن کې د pH کچه ټیټوي.

۲- د نعنا (وېلنه) پاڼې

د نعنا پاڼې اراموونکی او د خېټې باد ضد خواص لري او له ځنډ پرته د معدې تېزاب کنترولولی شي. دغې موخې لپاره څو پاڼې نعنا وخورئ یا ۳ -۴ پاڼې نعنا یو گېلاس اوبو کې څو دقیقو لپاره وایشوئ او ويي څښئ.

۳- هوږه

هوږه اکثره په خوړو کې د خوند زیاتولو لپاره کارول کېږي ،خو دغه خواړه د معدې تېزابیت لپاره هم غوره درمل گڼل کېږي او دغه ستونزه اوارولی شي.

هر کله چې مو احساس وکړ چې معده کې مو تېزاب په جوړېدو دی، څو دانې هوگه وخورئ. هوږه ډېر ژر د معدې تېزاب اراموي.

۴- زنجبیل

زنجبیل د معدې د تېزابیت طبیعي درمل دی. که غواړئ خپل د بدن د pH کچه مناسبه وساتئ، نو خپلو ورځنیو خوړو کې یوه اندازه زنجبیل اضافه کړئ.

۵- اوبه

په ورځني ډول سهار وختي دوه گېلاسه اوبه وڅښئ. دغه کار به مو معده کې د تېزاب اندازه مناسبه ساتلو کې د پام وړ مرسته وکړي.

%d bloggers like this: