افغانستان

اتمر: حکومت د سولې پر وړاندې ستر خنډ دی

د ملي امنیت شورا پخوانی مشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر وايي، ګډ حکومت د سولې پر وړاندې ستر خنډ دی او حکومت د ټولو هغو هڅو مخنیوی کوي، چې افغانان سولې ته سره نږدې کوي.

ولسمشریزو ټاکنو ته ۱۲نوماندانو ګډې شورا نن یو ځل بیا له حکومت وغوښتل، چې د غبرګولي پر لومړۍ نېټه واک پرېږدي.

د دې شورا یو غړي حنیف اتمر وویل، د اساسي قانون له مخې د جوزا په لومړۍ نېټه د ګډ حکومت کاري موده پای ته رسېږي او حکومت په بېلابېلو پلمو ټاکنې ځنډوي، څو یې د واک موده نوره هم وغځېږي.

اتمر نننۍ خبري غونډې ته وویل، د افغانستان په تاریخ کې له هېڅ جرګې سره په دومره شمېر کې سیاسیونو پرېکون نه و کړی او د پرېکون لوی لامل یې پر دغه جرګه د ملي باور نه‌شتوالی وو.

ده وویل، ګډ حکومت اصلا د سولې اراده نه لري او د د دې پر ځای چې د سولې په مخ کې شته خنډونه له منځه یوسي، نور خنډونه هم ورته پیداکوي.

اتمر ګواښ وکړ، که د غبرګولي وروسته هم حکومت خپله کاري موده وغځوي، نو د هرې پېښې مسوولیت به د حکومت پر غاړه وي.

د ارګ ویاند هارون چخانسوري د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ګډې شورا ته په ویډیويي پیغام کې ویلي، چې سرپرست حکومت د اساسي قانون خلاف دی.

«د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو د ځینو نوماندانو خبرو ته په درناوي باید ووایم چې د اساسي قانون د تفسیر مرجع د افغانستان ستره محکمه ده، هېڅوک نه شي کولای په خپله خوښه اساسي قانون تفسیر کړي، د سرپرست حکومت په اړه هر ډول جوړښت د اساسي قانون او جمهوري نظام خلاف دی، د نوماندانو له خوا وړاندیز شوې طرحه هم د اساسي قانون خلاف ده.»

%d bloggers like this: