افغانستان

پلچرخي زندان کې د عسکرو او زندانيانو ترمنځ جګړه شوې / ویډیو

د کابل په پلچرخي زندان کې د زندانيانو او دولتي عسکرو ترمنځ جګړه شوې ده چې له امله يې زندانیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له پلچرخي زندان څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې ددې زندان د مخدره بلاک زندانيانو د بلاک دروازې ماتې کړي دي او د کمربند ديوال خواته يې ځانونه رسولی دی.

د زندان له داخل څخه ځينې سرچينې وايي چې تر اوسه لږ تر لږه ۳ تنه زندانيان د عسکرو په ډزو کې وژل شوي دي او تر ۳۰ تنه زیات ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چې د چارواکو او بندیانو تر منځ وروسته تر هغه جګړه را منځته شوې کله چې د زندان چارواکو د بندیانو څخه په زور د موبایلونو اخیستلو هڅه وکړه.

د زندانيانو او عسکرو ترمنځ د جګړې دا خبرونه په داسې حال کې ورکول کيږي چې طالبانو نن وويل چې د کندهار او پلچرخي په زندانونو کې يې څلور تنه طالبان د شکنجو او تعذيبونو له امله وژل شوي دي.

بايد وويل شي چې د افغانستان په زندانونو کې له زندانيانو سره ناوړه چلند او د هغوی غوښتنې نه منل هغه څه دي چې له امله يې زندانيان په اعتصاب او غبرګونونو لاس پورې کوي.

تر دې وړاندې هم ډېر ځله زندانيانو د هغوی د غوښتنو د نه منلو په غبرګون کې د نه خوړلو اعتصابونه کړي دي او خپلې خولې يې ګنډلي دي.

تر اوسه پورې د پلچرخي زندان مسؤلينو د تازه تاوتريخوالي په اړه څه نه دي ويلي.

%d bloggers like this: