افغانستان

د افغانستان او اروپایي ټولنې ګډې کمېټې دویمه ناسته کړې

د مشارکت او پراختیا لپاره د افغانستان او اروپایي ټولنې د همکارۍ هوکړه لیک ګډې کمېټې دویمه ناسته په کابل کې ترسره شوې ده. دغه کمېټه د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د مشارکت او پراختیا د همکاریو تړون چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې لاسلیک شوی دی څارنه کوي. له مالیې وزارته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې ګډې کمېټې د افغانستان او اروپایي ټولنې کورني بدلونونه او په دې سربېره سیمه ییزه او نړیواله پراختیا وڅېړله. د سرچینې په خبره دې کمېټې د پراختیایي همکاریو، سوداګرۍ، پانګونې، ښې حکومتولۍ، بشرحقونو، بشردوستانه مسائلو او کډوالۍ په تړاو هر اړخیزې خبرې اترې کړې دي. دې ناسته کې دغه راز د سولې پروسې او راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو هم بحثونه شوي دي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

%d bloggers like this: