نظر او تحلیل

د کارمل پرپله روان ولسمشر !!

ډاکټر یوسف اکبری

ګوډاګیان او لاسپوڅي که هر څومره د لیوه په څیر د ګډې پوستکی واغوندي او هڅه وکړي څو د ځان پټولو له لارې خدای، ملت ته دوکه ورکړي، هیڅکله به بریالي نشي، ځکه تاریخ دا ثابته کړې ده چې هر چا چې د خدای تعالی او ملت د تیرویستلو هڅه کړې ډیر زر رسوا او سربیره پر هغې د خپلو شومو اعمالو په سزا هم رسیدلی دی.بله خبره داده چې که د ګوډاګیانو او لاسپوڅو حالت په دقیق ډول تر مطالعې لاندې ونیول شي دا به جوت شي چې د ټولو د کار طریقه او چوکات سره ورته وي په ډیر لږ توپیر سره، که همدا اوس د هسې په نوم متفکر خو په اصل کې د ګوډاګي او لاسپوحي حالت سطحې ونه کتل شي وبه ګوري چې په فعلي شرایطو کې په داسې حالت کې قرار لري چې په عین حالت کې د پخواني شوروي د جګړې پر مهال ببرک کارمل درلود او هغه دا چې کله هم کارمل د دې احساس وکړ چې مسکو یې د تعویض په هڅه کې دی او نور نه غواړي په قدرت کې پاتې شي او تغیرول یې حتمي دي، نو د دې لپاره چې شوروي تیرباسي د کابل په پولیتخنیک کې یې په پرلپسې توګه فرمایشي جرګې دایرې کړې او دا همغه ځای او موقعیت دی چې اشرف غني هم پکې څه موده وړاندې فرمایشي او تقلبي جرګه راوبلله، کارمل غوښتل د لویې جرګې په دایرولو سره شوریانو ته وښیئ چې افغانستان د قبایلو خاروه ده او دی (کارمل) په دغو قبایلو کې یو ځانګړی محبوبیت لري او زیات نفوذ پکې لري او قبایل ورڅخه عام تام حمایت کوي نو که شورویانو د ده د لرې کولو هڅه وکړه وضعیت لا بدتر شي او قبایل به پاڅونونه وکړي خو غافل له دې چې مسکو خپل تصمیم لا دمخه نیولی و او د کارمل هڅه دریاب ته د شګو له بند پرته نور هیڅ هم نه و چې د روسانو او شورویانو پر پریکړه یې هیڅ ډول اغیز ونکړ او ډیر زر یې کارمل د یوې کونډې میرمنې په څیر په کور کیناوه او غویی نجیب یې پر ځای د قدرت په ګډۍ کیناوه.

که اوس فکر وکړ چې هسې په نوم متفکر هم په دې پوره پوهیږي چې ګوډاګیتوب او لاسپوڅي توب یې نور له امریکا سره او هم د غولیدلو افغانانو په وړاندې په مطلق ډول ناکام دی او خپل باور یې کاملا له لاسره ورکړی، او امریکا یې په راتلونکې کې نه غواړي نو ځکه یې د کارمل په څیر په جرګو دایرولو لاس پورې کړی، او له ټاکنو دمخه غواړي چې د امریکا او غرب په تصمیم کې د خپلې بقا لپاره لارې ګودرې ولټوي او امریکا اړ کړې څو تجدید نظر وکړي خو قراین داسې معلومیږي چې پوچ مغزه متفکر د کارمل په سرنوشت اخته دی او دا ډول فرمایشي جرګې به ورته هیڅ ګټه ونکړي، او پر قدرت د پاتې کیدا خوبونه به یې له خاورو سره خاوري کړي.

شنونکي په دې باور دي چې امریکا به ډیر زر او په ناڅاپی توګه له افغانستان نه خپلې پښې سپکې کړي او د اشرف غني ټیم به په سپین میدان طالبانو ته یواځې پریږدي، او ډیر زر به د طالبانو په لاس د اشرف غني ګوډاګۍ اداره همغه څیر رانسکوره کړای شي لکه د نجیب اداره چې نسکوره کړای شوه.

سرچینه: کابل ټکی کام

%d bloggers like this:
/* ]]> */