افغانستان

ارګ: د ولسمشرۍ د نوماندانو غوښتنه د قانون خلاف ده

ولسمشرۍ ماڼۍ، له غبرګولي وروسته د سرپرست حکومت د طرحې وړاندیزې په غبرګون کې چې ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو له خوا شوی وايي چې د سرپرست حکومت د جوړېدو لپاره هر ډول وړاندیز د اساسي قانون او نظام پر خلاف خبره ده.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په دې اړه وویل:«د اساسي قانون د تفسیر مرجع د افغانستان اسلامي جمهوري ستره محکمه ده. هېڅ کس نه شي کولای په خپله غوښه اساسي قانون تفسیر کړي. د سرپرست حکومت په اړه هر ډول ترتیبات د اساسي قانون او د افغانستان اسلامي جمهوري پر خلاف دی. د محترمو نوماندانو له خوا مطرحه شوې طرحه او یا هم مکانیزم د اساسي قانون پر خلاف دی.»

بلخوا د لسمشرۍ ټاکنو لپاره ۱۳ نوماندان چي په یو چوکاټ کي يي ګډه شورا رامنځته کړې وايي د غبرګولي له لومړۍ نېټې د ملي یووالي حکومت د کار دوام مخنیوي لپاره به له هرې ممکنه ملي او بین المللي لارو چارو کار واخلي.

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو شورا وايي که‎چېرې ملي یووالی حکومت د غبرګولي له لومړۍ نېټي وروسته بیا هم خپل کار ته دوام ور کړي، د دې کارپایلو مسوولیت به بیا د حکومتي مسوولینو او امنیتي ادارو پر غاړي وي.

د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه کېږي او ولسمشر او اجراییه ريیس هم دې ټاکنو ته نوماندان دي.

%d bloggers like this: