نظر او تحلیل

د اسلام او مسلمان پر وړاندې د غرب دسیسې

لیکوال: محمد طاهر نقاش

ترجمه: استاد حسین احمد ملاخیل

نن سبا داسې یو دور دی چې پر اسلامي نړۍ له هر طرف څخه غربي سازشونه خپاره شوي دي او اسلامي نړۍ د یهودو د فریبونو، دوکو او مرګونو پلانونو ښکار شوې ده. که فلسطین دی، که کشمیر دی، بوسنیا ده، اریتریا ده، فلپاین، سوریه، عراق، ایران، پاکستان او که افغانستان دی. هرځای صلیبي پټ او ښکاره پلانونه کار کوي لګیا دي.

اسلامي نړۍ یې دومره زخمي کړه چې یهودیان ښکاره د دوي پر وړاندې خپل شوم  پلانونه ترسره کوي، لیکن مسلمانان یې پر وړاندې ژبه هم نهٔ شي خورولی.

همدغه صلیبي ظالم لومړی په کومه مسلمانه ټولنه کې د مسلمان او اسلام بیخ او بوټی اوباسي، وروسته خپله د مسیح په جامه کې د زخم د مرهم لګولو په بهانه راځي. او د هغه چا په زخمونو پټۍ لګوي چې د صلیبیت بیرغ یې په تن کړی وي. او اسلام ته یې الوداع ویلې وي. مسلمان حاکمان د صلیبیانو دغه شوم او ناروا فعالیتوه ویني لیکن چوپه خوله پاتې دي.

د کومو ملکونو چې دا فریضه وه چې په نورو ملکونو کې اسلام د خپریدو او اشاعت دعوت وکړي او هر ګوټ ته د اسلام پیغام ورسوي. نن هغوی دغه کار جرم ګڼي او دعوت څخه یې لاس اخستی دی. لیکن صلیبیان شپه ورځ خپل کارونه د هغوی د سترګو په وړاندې ترسره کوي چې له امله يې په ډیرو سیمو کې یو لوي مقدار خلکو اسلام پریښود او د صلیبیانو د لاس آلې وګرځیدې.پاکستان، افغانستان او عربی نړۍ د صلیبیانو خاص هدف دی.

د دې سره سره لوی ظلم دادی چې  په نړۍ کې نعرې وهي چې ګویا مونګ د اسلام، مسلمانانو او د انسانیت تر ټولو زیات خیرغوښتونکي یو. مونږ د دوی زیاته پاملرنه کوو، د دوی درد خپل درد ګڼو، او په عامه توګه په رسنیو کې دغه چيغي وهي چې مونګ ټول کارونه د اسلام او مسلمان په حق او د هغې په دفاع کې دي. لیکن “ظلم پر ظلم” ولي حقیقت دادی چې ټول دروغ، دسیسې او منافقت دی.

د سکې دویم مخ دادی چې کفری نړۍ شپه ورځ دې تشویش کې دي چې څرنګه وکړی شي یوه موقع په لاس ورشي او په ټوله اسلامي نړۍ ذهني، فکری، او اقتصادي شکل برباد او خپل مفت غلامان یې جوړ کړي. دې هدف لپاره صلیبیان تل د اسلام خلاف پلانونه په کار اچولي او مصروفه دي. د اسلام او مسلمان پر وړاندې د غرب دسیسې نومې کتاب کې د نژدې ماضي ځینې پلانونو ته کتنه شوې ده. ترڅو لوستونکي د اوسني حالاتو په لرلید سره د کفري نړۍ اصلي څیره وپیژني. او هیواد او ملت د دوی د دسیسو څخه د ساتلو لپاره ګټوره کړنلاره او لایحه ترتیب کړي. او حتی تر دې حده چې خپل ځان او کورنۍ د غربي پلانونو څخه وساتي.

The post د اسلام او مسلمان پر وړاندې د غرب دسیسې appeared first on کابل ټکی کام.

دا مطلب د کابل ټکی کام څخه کاپي شوی:ااصلي مطلب دلته موندلائ شئ: د اسلام او مسلمان پر وړاندې د غرب دسیسې.

سرچینه: کابل ټکی کام

Tags
%d bloggers like this: