افغانستان

قیومي د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له مشر سره لیدلي

د ماليې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي نن په کابل کې د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له مشر شبهام چودري سره لیدلي دي. له مالیې وزارته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي په دې لیدنه کې د افغانستان د اقتصادي پراختیا پر ستراتیژي او دغه راز د افغانستان پر ځان بسیاینې خبرې شوې دي. د سرچینې په خبره په دې لیدنه کې دغه راز له افغانستان سره د نړیوال بانک او نړیوال وجهې صندوق پر مرستو، مؤثریت او د خلکو لومړیتوبونو ته په کتو د ملي پروژو پر تطبیق خبرې اترې او اړینې مشورې شوې دي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

%d bloggers like this: